ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
له هرو دوولسو میاشتو وروسته نوی کال راځي او د نړۍ انسانان یې له زیاتو هیلو او آرزوګانو سره یوځای نمانځي. همدارنګه په نړۍ کې د کال، نېټې، وخت او تقویم د معلومولو لپاره بېلابېل تاریخونه شته چې میلادي، هجري لمریز او هجري قمري تقویمونه یې مهم تاریخونه دي، چې د نړۍ زیاتره وګړي د هغه پر بنسټ خپله کلیزه یا تقویم ټاکي. د هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ نېټه د پسرلي د موسم له لومړۍ ورځې او نوروز سره برابره ده.
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي. نوروز هم د نوي هجري لمریز کال له لومړۍ نېټې او د پسرلي د موسم له لومړۍ ورځې سره برابر دی. د سیمې او نړۍ له مهمو جشنونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې په مختلفو ډولو باندې نمانځل کېږي.
د نوروز لغوي مانا نوې ورځ ده او په اصطلاح کې هغه ورځې یا کلتوري جشن ته وايي چې په هرو دوولسو میاشتو کې د نوي هجري لمریز کال او د پسرلي د موسم له لومړۍ ورځې سره برابر وي، چې د نړۍ ځینې خلک یې نمانځي، لرغونی تاریخ لري او خلک د هغه په هکله مختلف عقاید او نظریات لري. د نوروز لپاره د نیروز، نوروج او مهرجان یا مهرګان کلیمې هم استعمال شوې دي.
نوروز د انسانانو په تاریخ کې لرغونی تاریخ لري چې ۵۸۳ قبل المیلاد ته رسېږي او ځینې تاریخ لیکونکي پر دې اند دي چې نوروز د ورځې نمانځنه له یاد شوي تاریخ دمخه هم د نړۍ په یوه لویه سیمه کې د خلکو ترمنځ نمانځل کېده.
ځینې تاریخ لیکونکي پر دې اند دي چې د نوروز د جشن تاریخي پسمنظر د کیومرث تر زمانې پورې رسېږي چې لومړۍ عجم لارښود دی، خو د فردوسي په روایت نوروز پر تخت باندې د جمشید د کښېناستلو له ورځې سره برابر دی. همدارنګه نوروز د زردشتیانو په دوره کې هم نمانځل شوی دی او ځینې څېړونکي دغه جشن د زردشتیانو جشن بولي.
خو د مهرداد په نامه یو لیکونکی لیکي چې د زردشت په ادبیاتو کې د نوروز د مهرجان او یا نورو داسې مناسباتو کومه یادونه نه ده شوې او دغه مناسبتونه د آریایانو څخه دمخه هم په خلکو کې دود وو.
له زیاتو تاریخي آثارو څخه ښکاري چې د نوروز جشن د آریایانو او زردشتیانو په وخت کې هم نمانځل شوی او د هغه په هکله یې مختلف عقاید درلودل.
همدارنګه نوروز د جمشید په زمانه کې د برکت سېمبول ګڼل شوی او په اهریمن د بریالیتوب ویاړ نوروز ته منسوب شوی او پر دې آند دي چې د نوموړي د بریالیتوب وروسته د ځمکې سر ته برکت راغلی دی.
تاریخ پوهان د نوروز د جشن د جوړولو او تر دې مهاله د خلکو په منځ کې د نوموړي جشن د پاتې کېدو لپاره لاندې دلایل راوړي:
په دې ورځ کیومرث زیږیدلی دی، هوشنګ پیشدادي په همدې ورځ پيدا شوی، تهمورث په دېوانو باندې بریالی شوی، فریدون د خپل واک قلمرو خپلو زامنو ته وېشلی دی، سام هریمان د آزاران خلک له ناکامۍ سره مخ کړي، کیخسرو په همدې ورځ پيدا شوی، زردشت د اهورا مزدا له خوا د زردشتي دین په تبلیغ مامور شوی، جمشید په پر تخت تکیه وهلې ده، ګشتاسب د مزدیسنا قانون منلی دی او ځینې شیعه مذهبه ډلې په دې نظر دي چې حضرت علي کرم الله وجهه په همدې ورځ خلیفه شوی دی.
نوروز د اسلام د مبارک دین د بعثت څخه دمخه په عربي ټولنو کې هم رواج و او د مهرجان یا نیزوز په نامه به یې یاداوه او نمانځنه به یې کوله.
په دې هکله مشهور اسلامي عالم الوسي لیکي: “د مدینې خلکو د اسلامي دین د بعثت څخه دمخه دوه اخترونه درلودل چې د نورز او مهرجان په نومونو یادېدل او کله چې پیغمبر (ص) مدینې منورې ته تشریف راوړو او د دې دوو اخترونه په هکله د هغوی د رسومو او عاداتو څخه خبر شو، نو ویې ویل: “خدای (ج) د دې دوو اخترونو پر ځای تاسو ته له هغه بهتره اخترونه درکړي دي، چې عید سعید فطر ( کوچنی اختر) او عیدالاضحی ( لوی اختر) دی.)
نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، احمدشابابا ابدالي او له هغه وروسته دورو کې هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترڅ کې نمانځل شوی دی.
د نورزو او نوي کال نمانځنه هېڅکله د نړۍ په یوه قوم او هېواد پورې اړه نه درلوده او نه یې لري، بلکي د افغانستان، ایران، ترکیه، کردستان، عراق، آذربایجان، لبنان، سوریه، تاجکستان، البانیا، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، مقدونیا، بوسنیا هرزګووینیا، او یو شمېر نورو هېوادونو په شمول د نړۍ په یوه لویه برخه کې نمانځل کېږي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې تر بل هر چا ایران زیاته هڅه کوي چې د نوروز کلتور یوازې خپلې ټولنې ته منسوب کاندي چې ګواکي د نوي کال او نوروز جشن یوازې په دوی پورې اړه لري، خو تاریخي آثار څرګندوي چې نوروز هېڅکله یوازې په ایران پورې تړاو نه لري، بلکې د ایران په شمول د یوې لویې سیمې د هېوادونو د خلکو ګډ کلتور ګڼل کېږي.
نوروز او نوی کال په افغانستان کې
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم نوروز، د هجري لمریز کال پيل او پسرلي د موسم لومړۍ نېټه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو دودونو سره نمانځل کیږي.
د هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ نېټه په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي، افغانان د همدې ورځې د سهار د لمانځه څخه وروسته ځانګړې دعاوې کوي، د افغانستان واکمن ځانګړی پیغام صادروي، رادیویي شبکې، تلویزیوني چینلونه او نورې خبري رسنۍ خاص پروګرامونه او ځانګړې پاڼې د نوي کال نمانځلو ته ځانګړې کوي. همدارنګه خلک یو بل ته د نوي کال مبارکي وايي.
د نوي کال مېله د کندهار په سیمه کې نمانځل کېده، خو د لوی احمدشاه بابا د پاچاهۍ پر مهال دغه مېله د شالیمار په نامه هم یاده شوې ده، هغه دا چې کله لاهور د احمدشاه بابا د لښکرو په وسیله فتح شو، نو د لاهور په شالیمار کې یې څو ورځې تېرې کړې. په همدې وخت کې د سردار برخودار خان له خوا د کندهار د ریګستانونو، د ارغنداب د بابا ولي صاحب زیارت څخه د سردې تر کلي پورې د نوي کال په مناسبت د جشن لویه سیمه اعلان کړه چې نوموړې سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو باغونو پوښلې وه. نوموړې مېلې ته به د زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشين، کویټه، عبدالله، ګلستان، فراه، اروزګان، او یو شمېر نورو سیمو څخه خلک راتلل. خلکو به د نوي کال له لومړۍ نېټې سره سم د سیمې په باغونو کې خېمې درولې، پسونه به یې حلالول، دیګونه به یې پخول او تر ۱۰ ورځو پورې به یې مېله کوله، خو ځینو څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده.
د شالیمار په مېله کې به غېږې نیول کیدې، موسیقي به اورېدل کېده، د کبانو ښکار به کېده، نښه ویشتل، غچ غچ، خوسي، دوزخط او داسې نورې محلي لوبې اجرا کېدلې. اوس مهال تر نوروزه دوې ورځې دمخه خلک د خاکریز په ولسوالۍ کې د شاه آغا صاحب زیارت ته ورځي چې د کندهار د ښار په ۷۵۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د نوموړي زیارت جنډه پورته کېږي. همدارنګه ځینې خلک د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د نوي کال پر مهال د مېلو لپاره ورځې، خو د نوي کال او نوروز په مناسبت د کندهار په مېلو کې یوازې نارینه ګډون کوي او د کندهار د خلکو په منځ کې مېلو ته د خپلو کورنیو بیول رواج نه دي.
د لرغوني بلخ په مرکز مزارشریف کې د ګل سرخ مېله کېږي، د سخي د زیارت جنډه پورته کېږي چې نوموړی زیارت د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب دی، وزلوبه یا بزکشي کېږي او مختلفې لوبې سر ته رسېږي. د ګل سرخ مېلې او د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت باندې د جنډې د پورته کولو مراسمو ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي او سیل یې کوي.
باید وویل شي چې د ګل سرخ مېله او د جنډې پورته کول په ملي کچه نمانځل کېږي چې له محلي چارواکو سربېره له مرکز څخه هم لوړ رتبه حکومتي پلاوی د مزارشریف په مراسمو کې ګډون کوي.
د هرات، فراه او د افغانستان د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسېدونکي له خپلو کورنیو سره یو ځای شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوځي. د پسرلي له هوا څخه خوند اخلي، یوه او بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وایي، مېله کوي، سبزي چلو پخوي او په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهي او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کېږي.
په وردګو، لوګر، غزني او بامیانو کې هم خلک د نوي کال په مناسبت یو لړ ځانګړي مراسم لري. د ساري په توګه د وردګو خلک د نوي کال په لومړۍ ورځ خوښ وي، ټالونه او زانګو اچوي، نښه ولي او زیارتونو ته ځي. په پخوا وختونو کې به د هغو سیمو خلک چې د ګوربت تاریخي غره ته څېرمه پراته دي د همدې غره مارخانو ته ورتلل او ماران به یې ژوندي نیول. همدارنګه د نوروز په ورځ د وردګو بزګران په خپلو پولو او پټیو کې ونې کري او خپل غوایان را وباسي او آزمویشي یوویې (قلبه) کوي، چې خپل غوایان د ځمکو کرلو ته چمتو کړي چې دغه کار ته د غوایانو سړول ویل کېږي. د وردګو یو شمېر خلک د نوي کال په ویاړ یو بل ته مېلمستیاوې کوي او کوژده شوو پیغلو ته د خسرګنۍ د کورنۍ له لوري د نوي کال په مناسبت پوښ هم ور وړي.
په بامیانو کې به پخوا د نوروز په ورځ خلکو هڅه کوله چې د کلي په سر یو غویی حلال کړي، غوښه یې ټول کلي ته ور ووېشي او د نوروز ورځ د تازه ښوروا په خوړلو سره و لمانځي، خو اوس مهال په دې ولایت کې رواجونو توپیر کړی او هغه خلک چې د ژوند اقتصادي کچه یې ښه وي، نو هڅه کوي چې د کابل په څېر رواجونو ته مخه کړي.
په بدخشان، تخار، کندز او د افغانستان د شمال په نورو سیمو او ولایتونو کې خلک د نیمه مېده غنمو ( ورغاستو) خوږه اوګره پخوي، خیراتونه کوي، شنو ځایونو او زیارتونو ته ځي، دعاوې کوي.
په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د کال په لومړۍ ورځ خلک له خپلو کورنیو سره یو ځای شنو ځایونو ته راوځي، د شنو فصلونو او شوتلو له لیدلو څخه خوند اخلي، سبزه لغت کوي، زیارتونو ته ځي او د خپلوانو مړو په قبرونو اوبه اچوي.
د پکتیا، پکتیکا او خوست اوسیدونکي هم د نوي کال په لومړۍ ورځ د نورو ولایتونو اوسېدونکو ته ورته مراسم اجرا کوي، خلک له خپلو کورونو څخه راوځي، زیارتونو ته ځي، ډنډکی پخوي، ډولونه وهي، ملي اتڼ کوي او د پکتیکا خلک خو په دې ورځ د نیزه وهلو لوبې هم ترسره کوي. همدارنګه په خوست کې زیاتره خلک د متون غونډۍ ته ورځي او د خیوني په نامه کورونو ته د میوې وړل هم دود دي.
په کابل کې په رسمي دولتي مراسمو سربېره چې د دولت د مشر پیغام او د بزګر د جشن نمانځل په دې ورځ صورت مومي خلک د سخي زیارت، قرغه، شهدای صالحین، د شهید نادرخان تپه، باغ بالا، باغ بابر او داسې نورو سیمو او تپو ته وځي. له زیاتو وګړو سره د خپل فامیل غړي یو ځای چکر وهي او د نوي کال له لومړۍ ورځې څخه خوند اخلي. همدارنګه یو شمېر وګړي موسیقي اوري او ځینې هنرمندان وړیا کنسرتونه اجرا کوي، ډولونه وهل کېږي او یو شمېر اتڼچیان ورته ملي اتڼونه کوي. د کابل په منډوي او د سخي په زیارت باندې جنډې پورته کېږي او سیل کوونکي د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره دعاوې کوي.
د امیر محمد په وینا چې پخوا به د کابل خلک د نوې، نازکې او تازه شفتلې د خوړلو لپاره قلاچې ته تلل، د شهدای صالحین په غونډۍ به یې چکر واهه او د ارغوان د ونو د لیدلو لپاره به د خواجه صفا غونډۍ ته ورختل.
د نوروز په ورځ د کابل ښاریان هڅه کوي چې سبزي چلو پوخ کړي، د هفت سین دسترخوان له هغو میوو څخه چمتو کړي چې له اووو داسې څیزونو څخه جوړ شوي چې د نوم پيل یې په سین باندې کېږي. ځینې خلک بیا له اووو ډوله مېوې څخه د هفت مېوه شربت جوړوي او د خپلوانو کورونو ته هم د کال په لومړۍ ورځ ورلېږي. همدارنګه د نوي کال په ویاړ د سمنک پخول هم د یو شمېر کابل ښاریانو پخوانی دود دی چې په ځانګړي ډول پخېږي.
د هغو نجونو لپاره چې نوې کوژده شوې وي د نوروزۍ په نامه کالي، میوه جلبۍ او پاخه کبان د نامزاد د کورنۍ له خوا ور وړل کېږي چې دغه رواج ورو ورو د کابل، اطراف او سیمو ته هم غځېدلی دی.