راپور: بشر درویش
نورستان کې بزګرو ته دعملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې قطعې جوړې شوې.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې بزګرانو او کروندګرو لپاره د عملي او نظري زده کړو ورکولو په موخه د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د نورستان د کرنې ریاست وایي:
«په مرکز پارون او نورګرام ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو هر اړخیز مخنیوی (IPM) په موخه چې صنعتي نباتات، سابه او مېوې په کې شامل دي څلور ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.»
د افغانستان د کرنې وزارت په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د نورستان د کرنې مسوولینو له قوله لیکلي؛ په دې ننداریزو قطعو کې بزګرانو او کروندګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو د میخانیکي مخنیوی لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
کرنې وزارت همداراز ویلي؛ د یادې پروسې له لارې به بزګر وتوانیږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو یرغل وکړي مخه یې ونیسي، چې په دې سره به د بزګرو د صنعتي نباتاتو، سبو او مېوو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.
ملي پارک او پاملرنه
باید وویل شي چې نورستان د افغانستان په ختیځ کې لرې پرون غرنی ولایت دی چې څو ورځې وړاندې د طبعي او زراعتي ښکلا لرلو له امله ملي پارک هم اعلان شو.
نورستان پراخې اوبه لري، خو زراعتي ځمکې یې له دې امله کمې دي چې غرنی ولایت دی، ډیره برخه یې پراخو ځنګلونو نیولې ده.
دغلته تر ډیره چارمعز، جلغوزي، ناجو، چنار، یو شمیر تازه میوې او نور شیان ښه کیږي. ددې لپاره چې زراعت په کې لا پرمختګ وکړي، په کار ده چې د میوو او سبزیو زراعتي ځمکو جوړولو ته هم منظم کار وشي.
که نورستان چې اوس تازه ملي پارک اعلان شوی، د بشپړې توجه وړ وګرځي، نو معلومه ده چې دا د ښکلي موسم او هوا لرونکی ولایت به د افغانستان لپاره په یوه داسې سیاحتي سیمه وګرځي چې کم ساري به وي.