دوه پوهان چې د نوبل جایزې ګټونکي هم دي وايي؛ نړۍ تېروتلې ده چې فکر کوي د کورونا واکسین به موږ د کوويډ۱۹ له ناروغۍ څخه ژغوري، په داسې حال کې چې کورونا په هند کې له کنټروله وتلې ده.
دغه دوه پوهان، يو یې ډاکټر ابیجیټ بانرجي او بل یې ډاکټر استر دوفلو نومېږي. دوی په دې باور دي چې چارواکي او پوهان باید په دې پوه شي چې د کورونا واکسین نړۍ له دغه خطرناک وایروس څخه نه شي ژغورلای، نړیوال باید د ماسکونو جوړولو او د ماسکونو کارولو ته دوام ورکړي او کورونا جدي وګڼي.
د کورونا وایروس تر دې مهاله د نړۍ د ۳،۲ میلیون تنو وګړو ژوند اخيستی دی او د دغه وایروس نوې څپه چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې يو ځل بیا خپره شوې، د پخوانۍ څپو نه ډېره خطرناکه ده او کېدای شي د نړۍ د ډېرو وګړو د مړينې لامل شي.
د هند د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کورونا وایروس له امله یې ډېر وګړي مړه شوي دي. دغه هېواد تر دې مهاله د کورونا وایروس له امله خپل ۲۳۰۰۰۰ وګړي له لاسه ورکړي دي او د دې لپاره چې په دغه هېواد کې په کافي کچه اکسيجن او د کورونا واکسین شتون نه لري، د مړینې شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.
ډاکټر بانجي او ډاکټر ډافلو وايي چې دا د لیونتوب کار دی چې د لويديځ خلک په دې فکر دي چې د کورونا واکسين به انسانان له مرګ نه ژغوري.
دغو دوو پوهانو په نيويارک ټايمز ورځپاڼې کې لیکلي دي؛ د متحده ايالاتو دولت په دې هڅه کې دی چې د کورونا واکسین خپلو ټولو وګړو ته تزريق کړي خو تر اوسه پورې د دغه واکسين په څرنګوالي کې دوه زړه دی.
موږ باید وړاندوينه وکړو چې د هند وضیعت به په افريقا کې هم څرګند شي، ځکه چې افريقا هم د هند په څېر د کورونا واکسین نه لري او د اکسيجن له کمښت سره مخ دی.
دغه دوه پوهانو په دې باور دي چې کورونا به ډېر ژر هغو هېوادونو ته ډېری مرګ ژوبلې واړوي چې د اکسیجن له کمښت سره مخ دي او د کورونا ناروغانو لپاره په پوره کچه بسترونه نه لري.
دغو پوهانو د لويديځ هېوادونو نه غوښتي چې له بېوزلو هېوادونو سره په سختو شرايطو کې مرسته وکړي. هغوی په دغو ټکو خپلې خبرې پای ته رسولې دي “ که چېرې نړۍ په اوسني شرايطو کې د دغه وایروس د مخنیوي لپاره تیاری ونیسي دا به له نړۍ سره مرسته وکړي چې د هند په څېر وضیعت څخه وژغورل شي”.
دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې د هند يوه چارواکي ويلي دي چې د هند وضیعت ټولې نړۍ ته ګواښ دی. د هند د دولت یو اوسنی چارواکی راهول ګاندي دی، هغه د هند له لومړي وزير، نارندرا مودي څخه غوښتي دي چې په ټول هند کې د دويم کرنتین امر ورکړي.
تر دې مهاله په هند کې د کورونا يوه خطرناکه څپه تېره شوې ده او اوس مهال په دغه هېواد کې د دغه وایروس دويمه څپه پيل شوې ده خو دا ځل په هند کې د کورونا وایروس دويمه څپه د لومړۍ څپې په پرتله ډېره خطرناکه ده او د هند ډېر وګړي په دغه وایروس اخته شوي دي.
څو ورځې وړاندې په هند کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۱۴۱۸۸ ته ورسېد چې دا شمېر د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی او له دې سره هند پر کورونا د اخته کسانو لوړ ريکارډ ټينګ کړ او په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر کابو ۲۱.۵ میلیون تنو ته ورسېد.
د پنجشنبې پر ورځ د واشنګټن پوهنتون څېړونکو خبرداری ورکړ چې په هند کې د کورونا له امله د مړينو شمېر ۷۰۰۰۰۰ تنه دی او د روانې میاشتې تر پایه به يو ميليون تنو ته ورسېږي.