ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
ګډ ژوند په خورا عشق او محبت سره را پیلېږي او کېدای سي چي کله په ژوند کي دغه عشق او محبت په کرکه او نفرت واوړي. ستاسي یو شمېر خطاوي او غلطۍ ستاسي په ګډ ژوند کي دغه نفرت او کرکه رامنځ ته کوي.
په دغو کارونو سره مو په ګډ ژوند کي عشق په نفرت بدلېږي
واده باداري یا مالکیت نه دئ، بلکي یوه عاشقانه اړیکه ده چي په آزادخیالۍ او استقلالیت کي ريښه لري. پرېږدئ چي د ژوند ملګری/ې مو تاسي ته نه ووايي. یوازي د میني لرلو په بهانه کوښښ مه کوئ چي همېشه مو د ژوند ملګری/ې کنټرول کړئ، ځکه چي زیات کنټرول عشق ته ځای نه پرېږدي او یوازي د کرکي او نفرت سبب کېږي.
شخصي حريم، یوه شخصی محدوده او محرمانه فضاء ده چي مدیریت او مسؤلیت ئې خپله په فرد پوري اړوندېږي او نور پکښي د مداخلې حق نه لري. کېدای سي ځیني دغه مهم امر ته پاملرنه ونه لري چي په اجتماعي اړیکو په خاصه بیا د ګډ ژوند په هغو کي، د جوړو (مېړه او ماینې) ترمنځ باید وي. دې مسئلې ته پاملرنه ضروري ده چي په اړیکو کي مالکیت هم خورا مهم دئ، دغه په دې معنا چي که په خپله اړیکه کي د ځان او نورو حقوق او حدودو وپېژنو، کولای سو درک کړو چي څوک د څنګه احساس، تفکر او رفتار څښتن دئ. په خاصه بیا د واده په رقم یوه اړیکه کي لازمه ده چي مېړه او ماینه دواړه خپل شخصي حریم تشخیص او د هغه مطابق رفتار وکړي. په دغسي یوې اړیکي کي د حدودو مراعاتول، مساوات رامنځ ته کوي او د دوو کسانو اړیکه متوازنه کوي.
په ګډ ژوند کي شخصي حريم
په معمولي ډول چي د افرادو شخصي حریم په کومو موقعیتو کي زیان ويني، له هغو څخه یو هم ګډ ژوند دئ. ډېري جوړې د کورنۍ له حریمه د ناخبرتیا يا ناپوهېدا او یا هم اهمیت نه ورکولو په وجه، خپل ګډ ژوند له خطر سره مخامخوي. ورپسې په دغه برخه کي یو شمېر هغه موارد – چي سعید کاوه په خپل کتاب (د شخصي حریم ارواپوهنه) کي ورته اشاره کړې ده – راوړو.
دوست، ګاونډی او شخصي حریم
کورنی ژوند، د فرد شخصي او جزئي حریم دئ. دلته هدف د یوې کورنۍ د غړیو اړیکي او تعاملات د والدین او اولادونو ترمنځ او برعکس دي او نور کسان یوازي د کورنۍ د دوستانو، ګاونډیانو او همکارانو په توګه له یو شمېر خاصو مواردو پرته دغه شخصي حریم ته د داخلېدو اجازه نه لري.
له کاره به ځان نه کاږې
د ژوند ملګری/ې په بشپړ ډول د مقابل طرف اختیار او واک نه لري. په ګډ ژوند کي دغه یو غلط تعبیر دئ چي د ژوند ملګری/ې باید د ژوند بشپړ واکدار/ه وي او هرڅه چي وايي مقابل طرف ئې هم باید له کوم قید و شرط پرته ومني.
په ګډ ژوند کي د خپلي کورنۍ سره اړیکي شلول
د مېړه یا ماینې اړیکي له خپلي کورنۍ سره د هغه/ې شخصي حریم دي. د ګډ ژوند له ملګرو څخه د هر یوه اړیکي د خپلي کورنۍ د غړیو سره تر هغو چي د دوئ په ګډ ژوند کي مشکل رامنځ ته نه کړي، د فرد شخصي حریم دي. ځک نو تر کومه چي کېدای سي، له طرفینو څخه هر یو باید کوښښ وکړي چي د ژوند د ملګري د کورنۍ له غړیو سره په مستقیمه توګه ښکېل نه اوسي.
د ګډ ژوند حد او حدود
ځیني وختونه په ګډ ژوند کي د حد او حدودو په مقابل کي مخالفت بېلابېل علتونه لري چي هنري کلاود ئې په خپل کتاب (ګډ ژوند او حد و حدود ئې) ډېر مهم ترین په لاندي توګه شمېري:
فرد د حد او حدودو په لرلو سره د آزار او اذیت احساس کوي. دغسي یو فرد، د هر ډول محدودیت لرل غیر منطقي، غیر منصفانه او آزار ورکوونکي بولي او په اړه ئې ښه احساس نه لري. ځکه نو کله چي د ژوند ملګری/ې هغه/ې ته نه وايي، هغه محترم/ه ګڼي، ولي هغه دا نه درک کوي چي دا ئې د ژوند د ملګري حق دئ بلکي احساسوي چي د ژوند ملګری/ې ئې له ده/ې څخه کرکه لري.
د مسؤلیت نه منل
بې مسؤلیتي له حد و حدودو سره د مخالفت یو له علتونو څخه دي. ځیني جوړې چنداني د خپلو رفتارونو په اړه ځانونه مسؤل نه ګڼي او تصوروي، چي باید وکولای سي هر کار چې زړه غواړي هغه وکړي او هیچا ته هم جوابګوی و نه اوسي. مثلاً کېدای سي مېړه ښه انسان وي، خو د بې مسؤلیتۍ په وجه ښه عاید نه لري یا همېشه خپل کسب او کار تغیروي.
کنټرول د مداخلې له پاره يوه بهانه ده
د ژوند د ملګري کنټرولول هم له هغو علتونو څخه دئ چي په ګډ ژوند کي د حریمونو په وړاندي د فرد خنډ ګرځي. دغه مېړونه/ماینې ګاني کوښښ کوي، چي مقابل طرف کنټرول کړي، فریب ورکړي او پر هغه/ې باندي مسلط/ه سي. هغه دا مسئله نه درک کوي چي د ژوند ملګری/ې ئې خپل مستقل احساس، افکار او رفتار لري او همېشه هڅه کوي چي د ژوند د ملګري آزادي (البته مشروع هغه) نفی کړي او یا ئې راکمه کړي.
آزادي چي سلبېږي
ځیني وختونه فرد داسي احساسوي چي د حد او حدودو په منلو سره ئې آزادي سلبېږي. ځکه نو د حدودو منلو او مراعاتولو ته غاړه نه ږدي او له هر محدودیت سره مخالف وي. د محدودیتونو لرل هغه ته د بېچارګۍ او زیان لیدلو احساس ورکوي. معمولاً هغه هلکان چي په سختګیرو کورنیو کي را لویان سوي دي، د محدودیتونو سره مخالف د ژوند په ملګرو بدلېږي.
راز ساتونکي اوسئ
هیڅکله دا فکر مه کوئ چي په اړیکه کي محدودیتونه رامنځ ته کول یعني پر نورو باندي بې اعتمادي او بدبین اوسېدل او همېشه په تمه یاست چي چېري له چا څخه غلطي ووینئ او د هغوی د کمزورو ټکیو په خاطر ئې لېري کړئ.
د افرادو په باره کي شناخت پیداکړئ
له نورو سره د صمیمي کېدو له پاره لازمه ده چي لومړی هغوی وپېژنئ. دغسي یو څه په دغه معنا دي چي ظاهر بین مه اوسئ او د افرادو پر ظاهر باندي قضاوت مه کوئ.
د خپلو رازونو ساتونکي اوسئ
که مو په ژوند کي داسي تجربې لرلي وې چي نه غواړئ او يا تمایل نه لرئ چي افشا سي، له ځان سره ئې راز وساتئ او له چا سره ئې مه شریکوئ.
خپلي دوستانه اړیکي درجه بندي کړئ
هر فرد په خپل ژوند کي ډېر دوستان لري، کېدای سي له ځینو سره هوسا او راحتي او له نورو سره بیا رسمي اړیکي ولري. د هر چا مقام او منزلت په پام کي ولرئ او د هغه/ې له مقام او منزلت سره سم ورسره چلند وکړئ.
پر ځان باندي دیوال مه راګرځوئ
حد او حدود په دغه معنا نه دي چي پر ځان باندي دېوال راوګرځوئ او نورو ته له نژدې کېدو څخه پرهېز وکړئ. زده کړئ چي په خپلو اړیکو کي د ګوښه نشینۍ پر ځای سنجیده او با فکره مخ ته ولاړ سئ.