د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له پیله تر دې دمه څه ډول نمانځل کېږي؟

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: نسیمه محمدي

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده.
د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د آزادۍ ورځ ده. له دې وړاندې افغانستان د انګریزانو تر استعمار لاندې و. د آزادۍ ورځ د ملتونو د نوي ژوند ورځ ده. په همدې اساس نه یوازې موږ، بلکې ټول ملتونه دا ورځ د خپلواکۍ یا د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځي.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د اعلیحضرت امان الله خان د خپلواکۍ هغه تړون چې د افغانستان او انګریزانو ترمنځ شوی، هغه یې لاسلیک کړی.
د غازي امان الله خان پر وخت دا ورځ د اسد په وروستۍ اونۍ کې د اوو ورځو لپاره سر په سر نمانځل کېدله. بیا وروسته د نادر خان په دوره کې هم په همدې ډول نمانځل کېدله.
ظاهر شاه بیا دا ورځ د سنبلې د لومړۍ نېټې تر اوومې پورې تجلیل کوله. دا اووه شپې او ورځې به اتڼونه او نڅاوې، د هندو او سک قوم له لوري به د چوپ جنګۍ لوبې او د توري جنګۍ لوبې تر سره کېدلې.
د ظاهر شاه پر وخت د دې ورځې په ویاړ نور مراسم هم تر سره کېدل، لکه د بزګرانو ستایل او انعامونه ورکول، چې د خیرخانې په سیمه کې ترسره کېدل. همدارنګه د ماشومانو لپاره به بیا د بابر په بڼ کې میله جوړېدله او د لوبو هر ډول وسایل او لوبې ترسره کېدلې.
د داوود خان په دوره کې د خپلواکۍ ورځ بېرته د اسد ۲۸مه وټاکل شوه او تر دې دمه د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
لکه څرنګه چې مو وویل دا ورځ د امان الله له وخت بیا د کمونستانو او طالبانو په دوره کې، د عید ګاه مسجد مخې او د غازي استدیوم شاته نمانځل کېدله. د مراسمو په پیل کې به د پوځ افسران د چارواکو او مېلمنو ترمخ تېرېدله، پوځي پرېد/ رسم ګذشت د رادیو او ټلويزیون له لارې په مستقیمه بڼه خپرېده.
طالبانو هم د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د ورځې په نامه پېژندله، خو په دې ورځ کوم ځانګړي مراسم او غونډې نه جوړېدلې.
د مجاهدینو په دوره کې د خپلواکۍ ورځ نه نمانځل کېدله، بلکې ۸ د ثور د شوروي قوت د ماتې او مجاهدینو د بریا او کابل نیولو ورځ نمانځل کېدله.
په را وروسته نظامونو لکه د حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره او د اشرف غني په دوره کې دا ورځ په ښه او خاصو مراسمو سره نمانځل کېږي. په ۲۰۰۸م کې د خپلواکۍ پر مراسمو د طالبانو تر برید وروسته د دې ورځ جشنونه د ملي وزارت پورې محدود او لږ پيکه شول.
تېر کال (۱۳۹۸ه.ش) کال د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه وه. دا مراسم د دارلامان ماڼۍ په انګړ کې د ۱۲۳ پروګرامونو سره ترسره شوه. چې ۳۸۴ میلیونه افغانیو لګښت پرې وشو.
د یادونې وړ ده، چې د څو وروستیو کلونو د خپلواکۍ ورځ نمانځغونډو کې د شاه امان الله خان لور هنديې هم ګډون درلود. نوموړي وايي پلار یې د قلم او زده‌کړې پلوی و او د پلار خدمتونه به یې هېڅکله افغان ملت هېر نه کړي.