غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

فاطمه سلطاني، چې غرختونکې ۱۷ کلنه نجلۍ ده، په کم عمر کې یې د افغانستان تر ټولو لوړ غره ته په ختلو سره ریکارډ جوړ کړ او دا ریکارډ په هیواد دننه په فاطمې سلطاني پسي ثبت کړل شو.
یاران uncategorized 1241 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
فاطمه سلطاني د یو شمېر نورو نارینه او ښځینه لوبغاړو سره یو ځای د هندوکش د غرونو په لړۍ کې نوشاخ څوکې ته ختلې، چې په دې سره دا د هیواد په سطحه کم عمره نجلۍ شوه، چې دومره لوړې سطحي ته خیژي.
یاران uncategorized 1242 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
د معلوماتو له مخي د نوشاخ په نوم ددغه غره لوړوالی ۷۴۹۲ متره دی، چې د افغانستان په شمال ختیخ بدخشان ولایت کې موقعیت لري.
یاران uncategorized 1243 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
فاطمه سلطاني د خپلو شپږ نارینه او درو نجونو په ملګرتیا د نوشاخ دې لوړې څوکې ته په ۱۷ ورځو کې وختله.
یاران uncategorized 1244 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
د دې ډلې مشر علي اکبر سخي ویلي، په ډله کې يې د کابل، بامیان، بغلان، بدخشان، میدان وردګ، غزني او هرات ولایتونو درې نجونې او شپږ هلکان وو چې د خارجي روزونکو پرته یې د لومړي ځل لپاره دومره لوړې څوکې ته سفر وکړ.
یاران uncategorized 1245 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
ښاغلی سخي وايي، له دوی سره په دغه مزل کې د فاطمې سلطاني په نوم یوه کم عمره یا تر ټولو ځوانه افغانه غرختونکې هم وه چې له دوی سره په ګډه نوشاخ څوکې ته وختله او نوی ريکارډ يې جوړ کړ.
یاران uncategorized 1246 غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه
تر دې مخکې تېر کال حنیفه یوسفي هغه لومړنۍ افغان غرختونکې وه، چې د خپل هیواد د غره لوړه څوکه یې فتح کړې وه.
افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې زیات شمېر غرونه لري، خو د امکاناتو نه شتون له امله غرختونکي لوبغاړي ډېر کم دي.