راپور: بشر درویش
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي.
د د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي:
«د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او په يادو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي.»
د میرمنو اقتصادي پياوړتیا
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
د نيمروز د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.
د میرمنو لپاره یې اړتیا
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ورته پروګرامونو د پيلیدو ویل شوي دي.
دا پروګرامونه تر ډیره د دولتي او ناودلتي ادارو له لورې په دې موخه شوي او کیږي چې افغان ښځې په خپل کور کې اقتصادي منابع ولري او په خپلو پښو ودریږي.
خلک دا ډول پروګرامونه ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې بشپړ دې عملي شي، ځکه ویل شوي چې ددې پروګرامونو په نوم پیسې ویستل کیږي، خو په هغه ډول سره چې خلکو ته بشپړ ورکړل شي، په کم کیفیت کاري زمینه برابریږي یا بیخي نه ورکول کیږي.
ترڅنګ یې ویل شوي چې تر ډیره قومي مشران، بانفوذه او چارواکي دا ډول پروګرامونه یوازې هغوی ته ورکوي چې خپلوان یې وي او اړیکې او واسطې ورسره ولري.