په افغانستان کې لږ خلک د خپلې مینې راز رسوا کوي؛ ښځینه خو په دوی کې بیخي مستثنا دي.
په دوی کې یوه یې د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي ده.
نیلوفر په یوه تلویزوني مرکه کې د خپل ژوند کیسې او لوړې ژورې بیان کړي.
یاران وېب پاڼه یې د جالبیت له وجې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
له ډاکټرۍ تر سیاسته
نیلوفر ابراهیمي په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازې ده.
هغه هم په تېره دوره کې استازې وه او هم یې د نوې پيل شوې دورې د استازیتوب مقام ګټلی.
نیلوفر د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره په مرکه کې وویل، چې ۴۳ کلنه او د کورنۍ لومړنۍ اولاد ده.
د ولسي جرګې دغه غړې ماشومه وه، چې پلار یې ورک او د مړي ژوندي درک یې معلوم نه شو.
هغه له ماماګانو سره په کابل او مزار شریف کې لویه شوې.
د منځنۍ دورې ترکچې زده کړې یې په کابل او د لېسې او پوهنتون هغه یې په بلخ کې کړي.
هغې د بلخ پوهنتون له طب پوهنځي څخه د فراغت سند اخیستی او د نسایي ولادي متخصصه ده.
د ولسي جرګې دا غړې وایي په ماشومتوب کې یې پلار په اړه ویلي، چې دا به ډاکټره کیږي.
د دې په وینا د طب پوهنځی یې د پلار لپاره لوستی او سیاست ته یې ځکه مخه کړې، چې پلرنی نیکه یې درې دورې د ظاهر شاه په وخت کې د پارلمان وکیل و.
نیلوفر ابراهیمي وایي دې ورور نه درلود او مور یې افسوس کاوه، چې کاشکې زوی یې وای او د نیکه سیاسي نوم یې ساتلی.
د دې په خبره سیاست ته یې د همدې لپاره ګام واخیست، چې د مور ارمان پوره کړي.
نیلوفر طب او سیاست یې د یو بل مرستندوی ګڼي او وایي د ډاکټرۍ پر وخت یې د درملنې ترڅنګ خپلو مراجعینو ښځو ته د دوی د ذهني روښنایۍ لپاره نورې سپارښتنې کولې څو له خپلو حقونو خبرې او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې وکړي.
ډاکټر نیلوفر وایي تر سیاسي ډېره عاطفي ښځه ده او له سیاسي منافقتونو یې بد راځي.
رحماني ته پر رایه پښېمانه
نیلوفر ابراهیمي نه یوازې د ولسي جرګې د ریاست په ناندریزو ټاکنو کې میر رحمان رحماني ته په رایه ورکولو پښېمانه ده؛ بلکې په ټوله کې د جرګې اوسنۍ دورې ته نهیلې ده.
هغه وایي د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې قومي شوې وې او ډېرو موکلینو یې د ریاست څوکۍ ته د پښتون نوماند کمال ناصر اصولي هغه ویډیو کلیپونه ور لیږلي و، چې د نورو قومون خلاف غږیدلی.
د دې په وینا موکلینو یې ورڅخه غوښتي و، چې رحماني ته د اصولي پرضد رایه ورکړي.
هغه د دې ترڅنګ چې اصولي یې د دې په خبره د تعصب له کبله ښه نه راځي، رحماني ته هم په رایه ورکولو پښېمانه ده.
نیلوفر ابراهیمي وایي د ولسي جرګې اوسنۍ دوره دومره د اندیښنې وړ ده، چې پر تېرې دورې وکیلانو به خلک شکر وباسي.
له غني او عبدالله څخه نارضایتي
نیلوفر ابراهیمي وایي له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله دواړو څخه د حکومتولۍ له کبله یې ناراضه ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغو دوه سیاستوالو ته له لسو څخه څو نومرې ورکوي؟ وویل: اېله پينځه ـ پينځه نومرې ورکړم.
نیلوفر ابراهیمي د ملالۍ جویا په اړه وایي، چې د یوې زړورې مبارزې په توګه ورته درناوی لري.
د جنرال دوستم په اړه یې نظر دا دی، چې هغه خپلو خلکو ته بریالی سیاستوال دی.
دوه ځلې مېنه شوې وکیله
نیلوفر ابراهیمي په دغه مرکه کې د خپل شخصي ژوند په اړه د ډېرو افغان ښځو او حتا نارینه وو برعکس په ډاډه زړه وغږیده.
هغې وویل: دوه ځلې مېنه شوې یم، اول ځل په داسې چا مېنه شوم، چې مذهبي توپير مو درلود، مور مې له همدې کبله له هغه کس سره زما د ګډ ژوند مخه ونیوله.
د دې په وینا په دویم ځل د خپل ژوند پر اوسني ملګري مېنه شوه، چې دا مینه یې بریالۍ شوه.
نیلوفر ابراهیمي ۱۵ کاله وړاندې واده کړی، چې اوس ۵ ماشومان ترې لري.
د نیلوفر لومړنۍ اولاد د دې څوارلس کلنه لور ده.
وایي کورنۍ یې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي.