نیکولاس پوران، چې په خپله ملې لوبډله او نورو لیګونو کې خورا بې رحمه توپوهنه کوي، خو سږ کال یې په آی پي ایل لیګ کې چندان توپوهنه ونه کړه.
هغه د ۲۰۲۱م کال په آی پي ایل لیګ کې تر دې دمه اووه سیالۍ وکړې، چې په ټولو کې یوازې ۲۸ منډې وکړې.
پوران یوازې سږ کال په څلورو لوبو کې په صفر وسوځېد، خو دوو لوبو کې یې څه ناڅه منډې وکړې.
۱- د راجستان رویالز پر وړاندې یې ۰ منډه،
۲- د چینای سوپرکینګز پر وړاندې یې ۰ منډه،
۳- د ډهلي کپیټلز پر وړاندې یې ۹ منډې،
۴- د سنرایزر حیدراباد پر وړاندې ۰ منډه،
۵- د کلکتې پر وړاندې یې ۱۹ منډې،
۶- د رویال چلینجرز بنګلور پر وړاندې یې ۰ منډه.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes