د مخ پوستکي د زړښت لامل خپګان، د اوړي ګرمي، د ژمې یخه هوا، غذايي رژیم، دوړې او ګردونه، سورخي، سپیدې او پلاستیکي جراحي ده.
ډېری مېرمنې د دې لپاره چې تازه او ځوانې مالومې شي، د درملو او مختلفو کريمو د استفادې تر څنګ ان جراحي عمليات او خورا درانه لګښتونه کوي چې د دې درملو او يا عمليات د لنډمهالې ګټې تر څنګ اوږدمهالي جانبي عوارض او ستونزې هم پېښوي.
ناسم او تر وخت مخکې زوړ شوی پوست د ډېری مېرمنو لپاره په رواني ستونزه بدلېږي او ان يو شمېر مېرمنې خو پر ځان باور هم له لاسه ورکوي.
که غواړئ چې د دې ټولو ستونزو نه خلاص شئ ، تازه پوستکی ولرئ، نو بیا له دې ماسک نه استفاده وکړئ.
اړتیا وړ مواد:
– کیله: یو دانه
– شات: دوه قاشوغې
– لیمو: دوه قاشوغې
– کورکمن: یو قاشوغه
کیله له پوستکي سره له مکسر یا جوسر نه وباسئ، که چېرې مکسر نه وو بیا د کیلې پوستکی لرې کړئ، په یو لوښه کې له شات، کورکمن او لیمو اوبو سره یې ګډ کړئ، تر څو د نور ماسکونو په څیرې، اوبلن یا کریم په شکل جوړ شي.
وروسته مخ پاک ووینځئ یاد مواد پرې د ۱۵ دقیقو لپاره کیږدئ، ترڅو وچ شي.
بیا په تړمو اوبو مخ ووینځئ، د لمر ضد کریم هرومرو استعمال کړئ، دا کار د لس ورځو لپاره وکړئ، تر څو ښکلی، ځوان او له داغونو پاک د مخ پوستکی ولرئ.