هغه زهر چې نارينه وژني!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: عرفان لمر

يوه ښکلې نجلۍ له واده وروسته له ژوند ستړې وه.
هغې غوښتل خپل خاوند ووژني.
يو سهار نوموړې خپلې مور ته ولاړه او مور ته يې وويل، چې زه د خپل خاوند سره د ژوند کولو څخه ستړې شوې يم، زه نه غواړم نور د هغه د ژوند ملګرې اوسم، زه غواړم هغه ووژنم، خو زه د قانون څخه ډاريږم چې ما به د دې کار مسووله وګڼي، ته ماسره مرسته کولاى شې مورې؟
مور ځواب ور کړ : هو لورې زه درسره مرسته کولاى شم، خو ته بايد يو کار تر سره کړې.
لور : څه کار؟ زه حاضره يم، هر هغه
دستور او لارښونه چې را ښيې ترسره کړم ترڅو هغه له منځه يوسم.
مور يې وويل:
١- لومړى ته بايد د خپل خاوند سره روغه وکړې تر څو د هغه د مرګ وروسته څوک پر تا شک ونکړي.
٢- ته بايد ځان ښکلى سينګار کړې، چې د هغه په نظر کې زړه راښکونکې اوسې.
٣- د هغه ښه پالنه کوه او د هغه قدردانه اوسه.
٤- ته بايد صبرناکه، مينه ناکه، ميړنۍ يوه ښه اوريدونکې او ښه فرمانبرداره اوسې.
٥- خپلې پيسې پرې مصرفوه او کله چې تا لپاره بېکاره څيز، پيسې يا کوم بل څيز درکوي، غوسه کيږه مه.
6- هېڅکله د هغه په وړاندې لوړ غږ مه کاروه، بلکې تل يې سولې او مينې ته هڅوه، نو هيڅ وخت به څوک پر تا د هغه د وژلو بد ګمان ونکړي.
مور: دا ټول کارونه کولاى شې؟
لور : هو تر سره کوم يې.
مور : ډيره ښه ده.
نو دا پوډر واخله او لږ لږ هر ورځ په خوړو کې ورته اچوه دا پوډر به يې کرار کرار ووژني.
له ديرشو ورځو وروسته لور بيا مور ته راغله او ورته يې وويل،
مورې زه د خپل خاوند د وژلو کوم نيت نه لرم اوس ما هغه ته مينه ورکړه او هغه اوس پوره بدل شوى دى. هغه اوس يو ډير مينه ناک خاوند دى، کوم چې ما هېڅ تصور هم نه کاوه، څنګه کولاى شم د هغو زهرو تاثير له منځه يوسم تر څو خاوند مې مړ نشي، مورې له ماسره مرسته وکړه…
مور ځواب ورکړ:
تشويش مکوه لورې، څه چې ما درکړي وو يوازې د کورکمنو پوډر وو چې هېڅکله يې نه وژني، خو ته پخپله هغه زهر وې چې خپل خاوند دې په زړه بدوالي او تشويش سره کرار کرار واژه.
خو کله چې ته په مينه او احترام ورته قايله شوې تا وليدل چې يو ښه او خوږ خاوند لاس دې لاس ته راوړ.
نارينه په اصل کې شرير او بدکاره نه دي بلکې دا زموږ ناکاره اړيکې دي، چې ځان يې په وړاندې مسوول نه بولو.
مېرمنو! که چېرته تاسو خپلو مېړونو ته احترام، مينه او وخت ورکړئ، هغوى به سل سلنه ستاسې وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.