د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره پرون شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به له یادې لوبډلې سره پنځه کلونه نور هم ولوبیږي.
د راپورونو له مخې ۲۹ کلن نیمار د نوو شرطونو په اساس د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون کړی، خو د یادو شرطونو په اړه یې لاتراوسه رسمي خبرونه نه دي ورکړل شوي.
Les photos de la prolongation de Neymar Jr
— Paris Saint-Germain (@PSG_inside) May 8, 2021
نیمار په ۲۰۱۷م کال کې د ۲۲۲ میلیونه یورو په ارزښت د بارسلونا لوبډلې څخه جلا او پاریسن جرمېن لوبډلې سره یې تر ۲۰۲۲م کال پوري تړون وکړ، چې دا په دومزه زیاتو پيسو اخیستنه یو نړیوال ریکارډ جوړ شو.
تر دې مخکې هیڅ یو لوبغاړی په دومره پيسو نه دی اخیستل شوی.
د نیمار لوبې
۱ـ نیمار په ۲۰۰۹م کال کې د برازیل ۱۷ کلنې ملې لوبډلې لپاره ولوبېد، چې په دریو لوبو کې یې ۱ ګول لګولی.
۲ـ نیمار په ۲۰۱۱م کال کې د برازیل ۲۰ کلنې ملې لوبډلې لپاره ولوبېد، چې په اوو لوبو کې یې ۹ ګولونه لګولي.
۳ـ نیمار د ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پوري د برازیل په ۲۳ کلنه ملې لوبډله کې ولوبېد، چې په ۱۴ لوبو کې یې ۸ ګولونه ولګول.
۴ـ نیمار د برازیل په ملي لوبډله کې د ۲۰۱۰م کال څخه تراوسه پوري لوبیږي، چې پکې په ۱۰۳ لوبو کې یې ۶۴ ګولوهنې ترسره کړې دي.
۵ـ نیمار په سانتوس کلب کې د ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پوري ولوبېد، چې په ۱۷۷ لوبو کې یې پکې ۱۰۷ ګولوهنې کړې دي.
۶ـ نیمار په بارسلونا کلب کې د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې ولوبېد، چې په ۱۲۳ لوبو کې یې پکې ۶۸ ګولوهنې وکړې.
۷ـ نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره په ۲۰۱۷م کال کې یوځای شو، چې تر دې دمه یې پکې په ۱۱۲ لوبو کې ۸۵ ګولوهنې کړې او ۵۱ یې بیا نورو لوبغاړو ته د ګولونو لپاره پاسونه ورکړې دي.