نیوزیلینډ بیرته په پاکستان را وګرځید !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د د درې ۲۰ اورزه سیالیو وروسته په لمړۍ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې نیوزیلینډۍ لوبډلې د ټرینټ بولټ په هیټریک سره د پاکستانۍ لوبډلې بیټینګ لاین ګډ وډ کړ او په سیالۍ کې یې د ۴۷ منډو په توپیر سره بریا خپه کړه.

 که څه هم په سیالۍ کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د راس ټایلر ۸۰ او لیتام د ۶۸ منډو سره سره بیا هم پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ، خو پاکستانۍ لوبډله په پیل کې د نیوزیلینډي چپ لاسي تیز بالر لخوا را ایساره شوه.

ټرینټ بولټ د لوبې په دریم اور کې د پاکستاني توپ وهونکو خلاف هیټریک ترسره کړ، چې په لمړي بال یې اوپنر فخر زمان، ورپسې بابر اعظم او دریم پرلپسې بال محمد حفیظ له میدان څخه بغیر له کومې منډې جوړولو څخه رخصت کړل.

 په سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې د لوبډلمشر سرفراز احمد د ۶۴ او سپین بالرعماد وسیم د ۵۰ سیزې سره بیا هم ټاکلي هدف ترلاسه نکړ.

 په دې سیالۍ کې نیوزیلینډي تیز بالر ټرینټ بولټ د خپل هېواد د کرکټ په تاریخ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د هیټریک په ترلاسه کولو سره دریم بالر شو.

 له دې وړاندې د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډيني موریسن او شین بونډ هیټریکونه کړي و، چې ورپسې اوس د ټرینټ بولټ نوم ثبت شو.

 د یادونې ده، چې د دواړو پاکستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شویو سیالیو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوې دې، چې په لمړیو درې ۲۰ اوریزه سیالیو کې پاکستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې، خو د ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ د نیوزیلینډ په بریا سره دوام لري.