له ۹ میاشتني ځنډ وروسته نیوزیلینډی بالر بیرته لوبډلې ته راستون شو !

سپینه تجريدي ډیزاین

 د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی میچل سینټنر د ۹ میاشتني ځنډ وروسته بیرته خپلې ملي لوبډلې ته راستون شو.

د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د راپور په اساس نوموړی د هندوستان خلاف راتلونکو سیالیو ته د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی دی.

 د نیوزیلینډ او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې اونۍ د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ پیل کیږي، چې ورته د ټپونو له کبله د لوبډلې څخه یو شمیر لیرې شوي لوبغاړي بیرته نیوزیلینډۍ لوبډلې ته را غوښتل شوي دي.

black caps mitchell santner له ۹ میاشتني ځنډ وروسته نیوزیلینډی بالر بیرته لوبډلې ته راستون شو !

 په راستنو شویو لوبغاړو کې چپ لاس توپ وهونکی ټام لیتیم، الرواڼدر میچل سینټنر او ښی لاسی توپ وهونکی کولین ډیګرین هومي شامل دي.

 دواړه ټام لیتم او کولین ډیګرین هومي د سریلنکا خلاف وروستي سیریز کې د لوبډلې څخه لیرې شوي و، خو اوس بیرته په ۱۴ کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

 له بلخوا د سپین توپ اچونې الراونډر میچل سینټنر، چې تیره اونۍ د سریلنکا خلاف په یواځینۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هم ولوبید، د د زنګون د ټپونو له کبله د ۹ میاشتني ځنډ وروسته د هندوستان خلاف د راتلونکو ۵ لوبو لړۍ لمړۍ درې لوبو ته راستون شوی دی.

 ټاکل شوې د هندوستان او نیوزیلینډ خلاف د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د ۵ لوبو لړۍ په نیوزیلینډ کې پیل شي، په داسې حال کې چې اوس مهال هندۍ لوبډله د اسټرالیا خلاف  د سبا ورځ وروستۍ دریمې ۵۰ اوریزه کیدونکې سیالۍ ته انتظار ده.