یو مصری نیوزلینډ کې پر جومات په شوي برید باندې فلم جوړوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یو مصری فلم لارښود غواړي چې نیوزلینډ کې د شوي وحشت تصویر نړۍ ته وښیي.
د ایکسپریس نیوز خبري ویبپاڼې د خبر له مخې یو مصري فلم لارښود د نیوزلینډ په ښار کرائسټ چرچ کې پر جومات ترهګریز برید باندې فلم جوړوي.
روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۱۵مه نېټه د اسلامې نړۍ لپاره یو توره ورځ ځکه وه چې پر یوه جومات یوه عیسوي بریدګر حمله وکړه او ۵۱ مسلمانان یې په شهادت ورسول.

دغه برید په ټوله نړۍ زیات اغیز وکړ او نړۍ د مسلمانانو سره ښکاره کړه، د نیوزلیند لومړۍ وزیرې جینسډا ارډرن هم د مسلمانانو سره په خواخوږۍ کې وړاندې راغله او ډېر نرم طبعیت سره د مسلمانانو سره ځان په غم کې شریک وباله، او د ډېرو مسلمانانو زړه یې وګاټه.
۱۵ د مارچ کې شويو بریدونو باندې اوس د مصر سره تړاو لرونکی فلم لارښود معیز مسعود د فلم جوړولو پرېکړه کړې.
د فلم عنوان ( هېلو برادرز) ټاکل شوی، دا عنوان په برید کې د یوه شهید شوی ۷۱ کلن شخص د وروستیو الفاظو څخه په تاثر ټاکل شوی.

معیز مسعود د فلم د جوړېدو په تړاو ویلي ۱۵ د مارچ په نړۍ کې د انسانیت خلاف نه یقین کوونکي جرم دی، په خبره یې د فلم کیسه د قربانیانو سره د نژدې کېدو کومک کوي.
د ده په خبره په فلم کې د نفرت، بنیاد پرستۍ او ترهګرۍ ژور لامل هم ښکاره کیږي.