
په نیوزیلینډ کې د کوربه نیوزیلینډ او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سفر په ترڅ کې وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالي سبا یکشنبه ترسره کیږي.
دواړو لوبډلو تر دې مهاله یوه یوه بریا خپله کړې، چې ورسره د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز هم مساوي شوی دی.
هندۍ لوبډلې د اسټرالیا سفر وروسته نیوزیلینډ ته مخه وکړه، چې لمړی یې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې په ۴ بریاوو خپلولو سره سیریز وګټلو، خو ورپسې یې د درې ۲۰ اوریزه لوبو سیریز په لمړۍ لوبه کې کوربه نیوزیلینډ ته په ستر توپیر ۸۰ منډو سره ماته وخوړه، چې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په لوړ توپیر ماتې وشمیرل شوه.
په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې پرون هندۍ ته لوبډلې بیرته نیوزیلینډ ماته ورکړه، چې اوس د سیریز برخلیک د سبا ورځ وروستۍ لوبه ټاکي.
هندۍ کرکټ ملي لوبډله به د نیوزیلینډ دې سفر وروسته یو ځل بیا د اسټرالیا په لور ولاړه شي، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۱۳ م د مارچ پورې دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي.