د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي امارتو کې د ټیسټ سیالیو وروستۍ لوبه کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټیسټ لوبو سیریز وګټلو.
د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستۍ دریمه ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې د نیوزیلینډ د لمړۍ پاڼۍ د ۲۷۴ منډو په ځواب کې ۳۴۸ منډې جوړې کړې، خو په دویمه پاڼۍ کې پاکستان په خپل پلان کې ناکامه شو.
په دې وروستۍ ټیسټ لوبه کې نیوزیلینډ د ۷۴ منډو وروسته والي سره سره د لوبډلمشر کین ویلیمسن د ۱۳۹ او نیکولز د ۱۲۶ منډو پر مټ پاکستان ته د ۲۸۰ منډو هدف وټاکلو، خو پاکستانۍ لوبډله په ۵۷ م اور کې په ۱۵۶ منډو سره راټوله شوه او د ۱۲۳ منډو په توپیر سره یې ماته وخوړه.
متحده عربي اماراتو ته د دواړو لوبډلو په سفر کې ۹ لوبې ترسره شوې، چې په لمړیو درې ۲۰ اوریزه سیالیو کې پاکستان، د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز مساوي او په وروستۍ ټیسټ لړۍ کې نیوزیلینډ دوه د یو مقابل کې پاکستان ته ماتې ورکړې.
له دې وړاندې د روان ۲۰۱۸ م کال د پیل جنورۍ میاشت کې هم د پاکستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۸ لوبې ترسره شوې وې، چې په لمړیو ۵ یو ورځینیو او یوې ۲۰ اوریزه سیالیو کې په مسلسل ډول نیوزیلینډ – پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې او په پاتې دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې پاکستان بریاوې خپلې کړې وې.