نیوزیلېنډ ته د پاکستان ۵۳ تللو لوبغاړو کې ۱۰ په کرونا اخته شوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د پاکستان کرکټ لوبډله د نومبر په وروستیو کې نیوزیلېنډ ته رسېدلې ده، خو د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ورته سپارښتنه کړې، چې لومړی دې ټول لوبغاړي ټېسټونه ورکړي او له هغې وروسته دې ۱۴ ورځنی قرنطین مراعت کړي.
اوس د پاکستان ۵۳ لوبغاړي په نیوزیلېنډ کې دي او له دغو لوبغاړو څخه لس یې په کرونا اخته بلل شوي دي.
د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د نورو پاکستانیو لوبغاړو روغتیا هم تثبیت کړي او بیا ورسره د لوبو کولو تابیه ونیسي.
د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته خبرداری ورکړی، که د کرونا څخه یې پاکوالی تثبیت نشي، نو لوبې به ورسره لغوه کړي.
د جمعې په ورځ پاکستاني لوبغاړي د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ لخوا تمریناتو ته هم پرېنښودل شول او د کرونا ویروس د وېرې له امله هغوی محدود شول.
د نیوزیلېنډ د روغتیا عمومي لارښود، اشلي بلوم فیلډ ویلي:

« دوی په دې اړه اندېښمن دي او خپل کار به جاري وساتي، ترڅو د لوبغاړو روغتیا تثبیت شي».

د پاکستان او نیوزیلېنډ لوبې

د پاکستان کرکټ لوبډله اوسمهال په نیوزیلېنډ کې ده او یاده لوبډله به د ډېسمبر په لسمه یعنې پنځه ورځې وروسته له نیوزیلېنډ دوه تمریناتي لوبې وکړي او له هغې وروسته به د ډېسمبر په ۱۸ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.
لومړۍ شل اوریزه لوبه د ډېسمبر په اتلسمه د جمعې په ورځ پیلوي.
NZ vs PAK: Pakistan players not allowed to train outdoors after 8 test  positive for coronavirus - Sports News
دویمه شل اوریزه لوبه د ډېسمبر په شلمه او درېیمه شل اوریزه لوبه د ډېسمبر په ۲۲ مه ترسره کوي.
دواړه لوبډلې دوه ټېسټ کرکټ لوبې هم لري، چې لومړۍ هغه یې د ډېسمبر په ۲۶ مه پېلېږي او دویمه لوبه د ۲۰۲۱ د جنوري په درېیمه پیلوي.
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله اوسمهال په ویسټ انډیز کې ده، له ویسټ انډیز څخه یې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې وګټله او درېیمه لوبه باران لغوه کړه.
اوس یې ټېسټ لوبه پیل کړې ده، چې په دې لوبه کې کې کېن ویلیمسن ۲۵۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز پر وړاندې یې لومړۍ پاڼۍ کې په ۷ وېکټو ۵۱۹ منډې کړي دي.