نوې ټیکنالوژي؛ دغه ځیرک ساعت مو د اضطراب کچه معلوموي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

فیټ بیټ کمپنۍ دوه نوي ساعتونه بازار ته وړاندې کړي، چې یو یې ورسا ۳ دی، د ورسا ۲ نوې نسخه ده او بل یې سنس دی چې تر دې دمه د دغې کمپنۍ تر ټولو ګرانبيه تولید ګڼل کېږي. سنس ساعت د فیټ بیټ کمپنۍ تر ټولو پرمختللی محصول دی چې د دغې کمپنۍ د پخوانیو محصولاتو په پرتله ډېرې پرمختللې ځانګړنې لري.
د دغه ساعت تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې کولای شي ستاسو د اضطراب کچه مالومه کړي. تاسو کولای شئ د الیکټروډرمال په نامه سینسر یا حسوونکي پر مټ د خپل بدن د پوستکي فعالیت کچه مالومه کړئ. شونې ده چې د خولو د هورمون له ترشح سره، چې د اضطراب یوه نښه ده د بدن د اضطراب کچه بدلون ومومي. کله چې غواړئ د سنس ساعت په واسطه د اضطراب کچه مالومه کړئ نو د الیکټروډرمال سطحه چې د سنس ساعت په مخ کې واقع ده په خپلو لاسونو وپوښئ تر څو د ورځني فعالیت شمېرې، د عکس العمل سرعت او د خوب اړتیا او د اضطراب کچه مالومه شي.
Fitbit Sense.jpg
په‌ دغه ساعت کې يو بل سینسر یا حسوونکی هم شته، چې د پوستکي د تودودخې کچه معلوموي، چې کولای شي د ناروغۍ لومړنۍ نښې هم ښکاره کړي. ځیني خلک دغه ساعتونو څخه د خپلو میاشتنیو دورو د نښې لپاره کاروي.
د دغې کمپنۍ د وېبياڼې په وینا؛ سنس ساعت د دغو معلوماتو په راټولولو او تحلیل سره ستاسو د اضطراب کچه معلوموي او ستاسو د روحیې او حال په لیدو سره تاسو ته وړاندیز کوي، چې ځان ته لږه پاملرنه وکړئ.
سنس د فیټ بیټ کمپنۍ لومړنی ځیرک ساعت دی چې د الکتروکاردیوګرام سینسر یا حسوونکي پر مټ له تاسو سره د زړه د ضربان په معلومولو او شمېرلو کې مرسته کوي، خو کېدای شي د سنس ساعت دغه ځانګړنه بازار ته د وړاندې کولو تر وخت پورې چمتو نه شي؛ ځکه د دغو ساعتونو یاده ځانګړنه د امریکا د خوړو او درملو د ادارې تايید ته اړتیا لري.