د کورونا وایروس مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې د واټن مراعتولو لارښوونه کړې ده.
د نړیوالي اداري د لارښوونې سربېره بیا هم خلک خپل منځي لېروالی جدي نه نیسي.
پدې موده کې کمپنیو هم داسې بیلابیل وسایل بازار ته عرضه کړل، چې د کورونا وایروس مخنیوې په واټن نیولو کې عملا استعمالېږي.
اوس یو تن رومانایي موچي داسې بوټان جوړ کړي، چې په پښو کولو سره یو له بله ټولنېز واټن په آسانۍ مراعتولی شي.
د نړیوالو رسنیو په حواله، د “رومانیه ” اوسیدونکي ” جریګور لپ ” نامي یو موچي ته د اوږدو نوکو بوټانو جوړولو فکر ورولوېده، چې په پښو کولو سره به یې خلک په آسانۍ ټولنېز واټن مراعت کړای شي.
۳۶ کلنه د بوټ جوړونې تجربه لرونکي ” جریګور لپ ” ویلي، چې اوس ماته د ټولنېز واټن مراعت کوونکو بوټانو د اخیستلو ګڼ بیلابیل فرمایشونه راځي.
دغه ټولنېز واټن مراعت کوونکي بوټان ۱۱۵ډالره بیعه لري.