ټرمپ د خيانت په جرم تورن او بيا ولسمشر کېدل يې ناممکن شول

رنګین تجريدي ډیزاین
راپور: نسيمه محمدي

د راپورونو پر اساس، د پخواني ولسمشر ټرمپ د استيضاح په جريان کې، د ډموکراټ حزب استازو، بله موضوع هم مطرح کړې او غواړي چې پخوانى ولسمشر بايد د ټاکنيزو څوکيو، له دې ډلې د ولسمشرۍ مقام څخه د تل لپاره محروم شي.
ويل شوې چې ډموکراټانو په سناتورانو ټينګار کړى، چې دا ډول تدابير کولى شي د هېواد ټاکنيز سيسټم او د قدرت څخه د ټرمپ هر ډول ناسمې ګټې اخيستې څخه محروم کړي.
په اسنادو کې ټينګار شوى چې:

“ټرمپ په ټاکنيزې پروسې بريد وکړ. امريکا بايد د ټرمپ په څېر اشخاصو څخه، چې په دا ډول کړنو لاس پورې کوي، وساتل شي.”

Donald Trump parts with lawyers a week before impeachment trial | US News |  Sky News
د ډموکراټانو په وينا، ټرمپ پر کانګرس د بريد سره د غړو ژوند له ګاښ سره مخ کړ.
د جورج واشنګټن پوهنتون له د جوړې شوې کړنلارې له مخې ١٠٢ تنه نارينه او ١٥ ښځينه د امريکا له ٣٥ ايالتونو څخه پر کانګرس د بريد لپاره راغونډ شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال د جنورۍ له شپږمې د ټرمپ د پلويانو له لوري لاريونونه پيل شول.