ژباړه: محمد عزيز پردېس
وخت تېرېږي او په کومه اداره کې چې تاسو بوخت ياست، ښايي همکاران مو هم د وخت په تېرېدو سره تغير او تبديل شي. څرنګه مو چې همکاران بدلېږي او پر ځای يې نور کسان راځي، نو همداسې به يوه ورځ راشي چې رئيس مو هم تبديل او يا لاړ شي او پرځای يې بل څوک راشي. خو آيا په دې پوهېږئ چې د نوي رئيس سره بايد څه ډول چلند ولرئ؟ د کومو کارونو په کولو سره کولی شئ چې د هغوی پاملرنه ډېر ژر ځان ته راجلب کړئ او له خوی سره يې عادت شئ؟
ډېری کارکوونکي د دې په هڅه کې وي چې څومره ژر کولی شي د نوي رئيس سره ځان بلد او اشنا کړي، خو بيا داسې رئيسان هم شته چې له دې کار سره هېڅ علاقه نه ښيي او يا هم د دې وړتيا نلري چې د خپلې ادارې په کارکوونکي اغېز پرېږدي او په همدې خاطر نشي کولی چې ډېر وخت په اداره کې پاتې شي.
په دې ليکنه کې غواړو تاسو درنو لوستونکو او په ځانګړي توګه درنو کارکوونکو ته دروښيو چې څنګه کولی شئ د نوي ريئس سره ژر بلد شئ او پرې مثبت اغېز پرېږدئ او يا پاملرنه يې راجلب کړئ.
د وړو وړو کارونو لپاره داوطلبه شئ
که غواړئ چې نوی رئيس مو د تازه چاپېریال سره بلد کړئ، يو له هغو کارونو څخه چې بايد ويې کړئ دا دی چې، د هغو وړو کارونو لپاره داوطلبه شئ چې په ترسره کولو يې رئيس ته اسانتيا او راحتوالی رامنځ ته کېږي.
ستاسو نوی رئيس به هرو مرو په درې څلورو اونيو کې دا موکه پيدا کوي چې د کارکوونکو کارونو ته د رسيده ګۍ په موخه وخت پيدا کړئ. دا هغه وخت دی چې تاسو هغه د خپل د شتون څخه خبر کړئ او د هغه سره همکاري وکړئ، پرته له دې چې د نورو کارکوونکو په کارونو کې مو مداخله کړې وي.
ورو ورو او په حوصلې سره د کار لپاره داوطلبه شئ، د لويو کارونو لپاره داوطلبه کېدل ښايي رئيس او نور کارکوونکي پر تاسو شکي کړي. هغه کارونه انتخاب کړئ چې نور يې د کولو وړتيا ونلري. مطمينه واوسئ چې رئيس به مو ډېر ژر د دې کار د ترسره کولو لپاره له تاسو څخه مننه وکړي.
دا په ياد ولرئ چې د اعتماد رامنځ ته کول وخت ته اړتيا لري. لويې اړيکې په صبر او زغم سره رامنځ ته کېږي. رئيس ته مو دا ثابته کړئ چې د اعتماد وړ ياست.
مه وايئ چې په ټولو څيزونو پوهېږئ
په نوي رئيس کې د يو ښه احساس رامنځ ته کول دې ته اړتيا نلري چې تاسو دې په هرڅه پوه شئ. البته که تاسو غواړئ چې يو کارپوه او مالوماتو لرونکی شخص مالوم شئ، په دې پوه شئ چې په نمايش سره دا کار نشئ کولی. کله چې يو څوک کارپوه او متخصص نه وي، نو لازمه نه ده چې د دې ډول پاتې کېدو لپاره تمثيل وکړي. داسې کړنې مه ترسره کوئ چې رئيس او مديران مو پر ځان شکي کړئ.
د دې پرځای چې ووايئ: پوهېږم، پوهېږم…. ( ووايئ: په دې اړه نوره څېړنه هم کوم ). يا هم ووايئ: وړانديز کوم له فلاني څخه وپوښتئ، هغه په دې هکله ښه مالومات لري. همدا خبرې په پوره نرمښت سره وکړئ، په داسې بڼه چې رئيس مو فکر ونکړي چې تاسو ورسره دليل واياست.
خپل شغلي انځور بيا ورغوئ
د يو نوي رئيس لرل د دې مانا ورکوي چې تاسو کولی شئ په شرکت کې خپل انځور بيا ورغوئ. ښايي د پخواني رئيس سره مو اړيکې ښې نه وې او يا هم ښې وې، خو اوس مو هغه رئيس نه دی. په دې پوه شئ چې تېر تېر دی او نوی رئيس مو ښايي ستاسو په اړه د پخواني رئيس سره ستاسو د اړيکې په اساس قضاوت وکړي.
اعتماد په صداقت رامنځ ته کېږي. پخوانۍ تېروتنې د دې دليل نه دی چې تاسو دې خپله راتلونکې خيره کړئ. خو که وموغوښتل حقيقت پټ وساتئ، ممکنه ده چې راتلونکی مو هم خيره او خرابه کړئ. که د پخوانيو تېروتنو په اړه تشويش لرئ، په دې پوه شئ چې تاسو هم انسان ياست او انسان جايزالخطا دی. رئيس ته مو وښيئ چې تاسو د پخوانيو تېروتنو څخه درس اخېستی او د پرمختګ تږي ياست.
د هغوی نوی نقش ومنئ
د ادارې د سياستونو څخه ځان لرې وساتئ. داسې کار بايد ونکړئ چې د رئيس او د هغه چا لپاره پکې خطر وي چې د رئيس ځای ناستی کېږي.
مطلب دا چې بايد پوه شئ چې نوی رئيس ستاسو دښمن نه دی. او هغه د څوکۍ په اشغال سره تاسو ته کوم خطر نه زېږوي او يا هم د پرمختک مخه مو نه ډب کوي. که فکر که وئ چې ولې تاسو د هغه / هغې پرځای رئيس نشوئ، ښايي خپله مو ډېره هڅه نه وي کړي او يا هم وړ به يې نه ياست. اړينه نه ده چې تاسو دې ورسره پټه دښمنه راواخلئ. که په رښتيا هم د هغې څوکۍ مينه وال ياست، نو هڅه او صداقت خپل عادت وګرځوئ او ټولو ته دا ثابته کړئ چې تاسو د هغې څوکۍ وړ ياست.