راپور: نسیمه محمدي
د کويټ کابینې نواف الاحمد الجابر الصباح د کوېټ د نوي امیر په ټوګه وټاکو.
د کویټي رسنیو د راپورونو له مخې د کوېټ دولت په یوې بیانیې کې اعلان کړه، چې د کوېټ د پخواني امیر ورور او ځایناستی، صباح الاحمد الجابر الصباح د کوېټ امیر شوی دی. نواف چې د امیر کوچنی ورور دی، له ۲۰۰۶م کال څخه ولیعهد شوی وو. نوموړی به د کوېټ شپاړسم امیر وي.
خالد ناصر الصالح د وزیرانو د بېړنۍ ناستې څخه وروسته په یوې بیانیه کې چې د کوېټ د دولتي ټلويزیون څخه خپرېده، وویل:
“د وزیرانو کابینې د اساسي قانون د څلورم بند مطابق، شيخ نواف الاحمد، د کوېټ ولیعهد د دغه هېواد د امیر په توګه ګمارلی دی. د ادارو رسمي چارې د درېیو ورځو لپاره تړل شوي او په هېواد کې څلوېښت ورځې ملي ماتم/ ویر اعلانېږي.”
د جون په ۲۲مه کونا خبرې آژانس خبر ورکړ، چې شیخ صباح د درملنې لپاره امریکا ته سفر کړی دی.
هغوی همدارنګه وویل چې امیر د جولای په ۱۸مه د روغتیایي معاینې لپاره په کوېټ دننه، روغتون کې بستري شو او وروسته یې بریالی جراحي عملیات تېر کړ. د امیر د بستر په ټوله موده کې، شیخ نواف آل الاحمد الجابر الصباح د یو شمېر اختیاراتو لرونکی وو.
پخوانی امیر
څلورم صباح د ۲۰۰۶م د جنورۍ څخه را پدې خوا د کوېټ امیر وو. وړاندې له دې، نوموړي د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کوله او له هغې وړاندې یې د څو لسیزو لپاره، د هېواد د بهرني سیاست د برخې ریاست په غاړه درلود.
د کوېټ امیر شیخ صبا الاحمد الجابر الصباح د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. د مړینې د خبر څخه لږ وړاندې د کوېټ دولتي ټلویزیون ژوندي نشرات قطع او د قرآن کریم د آیاتونو تلات یې پیل کړ. دا ډول پېښه په عربي پادشاهیو کې د حاکمې سلسلې د سترو غړو د مرګ په صورت کې پېښېږي.