څنګه د کورنیو طبیعي موادو په کارولو خپله څېره ښکلې کولی شو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راټولونه/شپنه سلګۍ
مهمه نه ده چې د څېرې د ښکلا لپاره سېنګارتونونو ته ولاړ شو، بلکې کولای شو په خپله، په کور کې په ځينو لارو چارو ځانونو ښکلي کړو. د مخ د ښکلا لپاره په بازارونو کې پلورل کیدونکي او په سینګارتونو کې کاریدونکې ډیر مواد لکه پوډر، کریمونه او نور کیماوي مواد لري چې دوامداره کارول یې، ستاسو جلد ته زیان لري.
تاسو کولای شئ له ارایشي موادو پرته له طبیعي ماسکونو څخه ګټه واخلئ، په کور کې له ډېرو ساده او ارزانه موادو څخه ماسک جوړ کړئ او ځانونه په خپله ښکلې کړئ.
د ګشنیز ماسک؛
ګشنیز ښه میده میده کړئ او په شیدو کې یې ګډ کړئ. همدارنګه لږ بادرنګ هم پکې میده کړئ. دا ماسک د څه مودې لپاره پرېږدئ او بیا یې پر خپل مخ ووهئ.
د مڼې ماسک؛
مڼه د اوړو په شکل میده میده کړئ او له مستو سره یې ګډه کړئ. دا ماسک ستاسې د مخ په ښکلا او تازګۍ کې ډېر زیات رول لري.
د شاتو او زیتونو ماسک؛
شات تاوده کړئ، تر څو اوبلن حالت غوره کړي. وروسته د هګۍ ژېړ چې مخکې مو حل کړي وي، پکې واچوئ او څو قطرې زیتون هم پرې وڅڅوئ.
مخکې له دې چې ماسک مو پر مخ ووهئ، باید خپل مخ ومینځئ او بیا یې وچ کړئ.
دا ماسک ستاسې د مخ ګونځې هواروي او مخ مو ښايسته کوي.
دا نګورو ماسک؛
د انګورو څو دانې سره وزبېښئ او اوبه يې پر مخ ووهئ او پنځه دقیقې يې پر مخ پرېږدئ چې پوستکي ته مو جذب شي. دا کار هم ستاسې د مخ ښکلا ته ګټه رسوي.