څنګه منظم واوسو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
که موږ خپل ورځني کارنو  اړوند منظم پلان ونه لرو یا یې منظمه او پر وخت ترسره نه کړو، نو هېڅکله پرمختګ نشو کولای. ځکه چې زموږ وخت په بې ځایه کارونو تېریږي او نشو کولای له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو. مثلا د یو څه پسې د یو دقیقې پر ځای به یو ساعت ګرځو یا هم کوم کار چې موږ کولای شو په یو ساعت کې ترسره کړو هغه به په څو ساعتونو کې ترسره کوو، ځکه چې موږ ورځنی پلان نه لرو. تل باید خپل وخت ته ارزښت ورکړو.
بې نظمې زموږ د خلاقیت پر وړاندې خنډ ګرځي، اسټرېس رامنځته او له خپلې موخې څخه مو لري کوي.
که وغواړو چې خپل ژوند ته نظم ورکړو، نو د ځینو تګلارو څخه باید ګټه واخلو:

د یاداښت له کتابچې څخه باید ګټه واخلو؛

یانې هر څه چې د ورځې په جریان کې تر سره کوو، ورځنۍ پلان باید ټول ولیکو. ټولې اړین ټکي باید یاداښت کړو. چې هغه اړین کارونه او خبرې مو هېري نشي.
کله چې سهار له خوبه وېښېږو یوازې ۱۵ دقیقو کې باید ځان منظمه کړو او خپل  ورځني کارونو لپاره یو لړلیک جوړ، ترڅو ټوله ورځ سرګردانه ونه اوسو او په منظم ډول خپل کار خپل پر وخت ترسره کړو.

خپل د مېز سر باید مرتب او منظمه کړو؛

ځکه که د مېز پر سر ډېر شیان او پاڼې پرتې وي نو موږ خپل کار په سمه توګه نشو ترسره کولای، نو په دې خاطر باید ټوله شیان ګډوډ خپل پر مېز پرېنږدو او باید هر څه منظمه کېږدو.
کوم څه چې مو پکار د مېز پر یو کنج یا یو خواته کېږدو. مېز مو باید په داسې ځای کې پروت وي کوم خواته چې ټوله شیان تاسې ته نیږدې وي او په اسانه وکولای شئ هر څه ته لاسرسی پیدا کړئ.
کله چې مو خپل ورځني پلانونه ترسره کړل نو خپل ځان ته یو پاداش یا ډالۍ هم وټاکئ؛ ځکه د دغه کار په کولو سره تاسې په ډېر شوق سره کولای شئ خپل کار ترسره کړئ. نو ځکه باید موږ هر کار کې منظمه اوسو، نظم زموږ د ژوند د ښکلا سبب کیږي.