ژباړه: نسیمه محمدي
په دوامداره توګه منفي فکرونه په مغز کې د زیان راوړونکي پروتینو د رسوب پورې اړه لري، چې په آلزایمر ناروغۍ کې لیدل شوې ده.
د لندن د (یو.سي.اِل) پوهنتون څېړونکي ټيم موندلې، که په دوامداره توګه منفي افکار (آر.اِن.ټي) په مغز کې د زیان پېښونکو پروټینونو سره مرتبط دي، چې شتون یې د آلزایمر ناروغۍ، یو له معمولي ډولونو څخه ښودل شوې.
د څېړونکو په وینا دا خطر یوازې د اوږدمهاله، منفي افکارو پورې مربوط دی، نه د لنډمهالې دورې پورې.
د یو.سي.اِل ارواحپوهنې ډاکټر او د دې څېړنې مؤلف، مارچیټ وايي:
“موږ فکر نه کوو، چې لنډمهاله اروايي حالتونه، د عقلي زوال ناروغۍ په شدت کې رول ولري.“
دا څېړونه چې د آلزایمر د ټولنې له لورې یې ملاتړ کېږي، څېړونکو د دوو کلونو په موده کې، له ۵۵ کلنۍ لوړ، ۲۹۲ کسان تر څارنې لاندې ونیول.
ټولو ګډونوالو د دوی د ژوند د منفي افکارو او تجربو پوښتنلیک، چې د ژور خپګان او اضطراب پورې اړوند وو، ډک کړ.
د دې وګړو ذهني فعالیتونه، د په یاد سپارلو د وړتیا اندازه، د تمرکز کچه، د ورځنیو چارو کنټرول او د کلام د ارزونې قدرت، او د ام.آر.آی له معاینې سره د مغز په دواړه نیمو کُرو کې د «ټاو» او «آمیلوئېد» پروټینونو اړیکه، اندازه شول.
د څېړنې ترلاسه شوې پایلې وښودله، هغه وګړي چې د یوې څلور کلنې دورې په موږه کې د منفي افکارو سره ډېر مخ وو، زیاتره پروټیني رسوبات لري.
خو څېړونکي په دې آند دي، چې خپګان او اضطراب د ټاو او آمیلوئید پروټینونو سره هېڅ تړاو نلري، بلکې له عقلي زوال سره مرتبط دی.
د دوی په وینا دا کشفیات ښيي، چې دوامداره منفي فکرونه دې پوښتنې ته ځواب ویلای شي، چې ولې خپګان، اضطراب او د وینې لوړ فشار د آلزایمر ناروغۍ سره اړیکه لري.
ډاکټر مارچیټ وايي:
“پوهېږو چې ژور خپګان او اضطراب په لوړ عمر کې د عقلي زوال ناروغۍ یو لامل دی.“
موږ متوجه شوي یو، چې ځانګړې فکري اُلګوګانې چې د ژور خپګان او اضطراب سره مله دي، کولای شي د عقلي زوال سره مخ وګړو کې یو اساسي لامل وي.”
په عقلي زوال اخته کسان باید بدن او مغز فعال وساتي. حتا سپک او محدود ورزشونه هم د دوی په ټولیزه روغتیا ښه اغېز ښندي. کورونا وایروس د ژوند ځینې چارې، چې د ساعتېرۍ لپاره وو، ټنګې کړي دي. خو ښه ده په داسې سختو شرایطو کې له ځان څخه ساتنه وشي.
څېړونکي د دې کشفیاتو په اساس، چې په «آلزایمر او دېمېنشیا» نشریه کې خپرې شوي وايي، منفي افکار د عقلي زوال د بالقوه عامل په توګه پېژندولو لپاره لا ډېرې څېړنې تر سره شي.
فیونا کاراګر، د آلزایمر ناروغۍ د ټولنې مُدیر وايي، هر څو د عقلي زوال، دوامداره منفي فکرونو او د پروټینونو رسوب اړیکه جالبه ده، خو بیا هم د لا زیاتو څېړنو اړتیا شته.
نوموړي وویل:
“په هر حال د څېړنې ټول کسان، په آلزایمر اخته او مستعد وو. نو باید ووینو، چې آیا دا څېړنه د ټولې ټولنې استازې ده او آیا دوامداره منفي افکار په وګړو کې د آلزایمر ګواښ زیاتوي که نه.“
ډاکټر مارچیټ په پام کې لري په بل قدم کې، د ځینو ورزشي تمریناتو سره د دې چارې د کمښت په اړه څېړنه ترسره کړي.
اوسمهال په اروپا کې څېړونکي او د (یو.سي.اِل) ټیم، په لوړ عمر کې په عقلي زوال ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کمېدو لپاره د مُدېټېشن اغېزي په پراخه توګه څېړي.
دير ښايسته معلومات