ليکنه: محمد عزیز پردېس
هرکال د فبرورۍ ۲۱ مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په نامه يادېږي.
مورنۍ ژبه يانې کله چې يو ماشوم دې نړۍ ته سترګې غړوي، وروسته له يو څه مودې دې ته متوجه کېږي چې مور، پلار او د کورنۍ نور غړي يې په کومه ژبه خبرې کوي؛ دی هم د هغوی په تقليد سره ورو ورو په خبرو راځي او خپله مورنۍ ژبه زده کوي. پوښتنه دا ده چې مورنۍ ژبه په موږ څه حق لري او په حق کې يې څه کولی شو؟
ماشومانو ته بايد په تمامه مانا د مورنۍ د ژبې زده کړې زمينه برابره شي. مورنۍ ژبه، هغه که پښتو، انګليسي، عربي، هندي، چينايي، دري او د نړۍ بله هره ژبه وي؛ د هغوی د ويوونکو لپاره مهمه او ارزښتمنه ده. دا د ټولو حق دی چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، ليکل وکړي، زده کړې وکړي او د بډايينې لپاره يې کار وکړي.
دا د نړيوالې ټولنې، نړيوالو ادارو، ملګرو ملتونو، يونسف او د هر هېواد د دولت مکلفيت دی چې د هرې ژبې د ويوونکو لپاره د هغوی د ژبې د بډايينې په موخه هراړخيز او کوټلي ګامونه پورته کړي.
ژبپوهان او ژبڅېړونکي وايي: که وغواړئ يو قوم او ملت د نړۍ له نقشې څخه لرې کړئ؛ نو د هغوی څخه د مورنۍ ژبې حق واخلئ، ژبه د انسانانو د افهام، تفهيم او پرمختګ وسيله ده او کله چې له دوی څخه دا وسيله واخېستل شي؛ نو پخپله په تدريجي توګه له منځه ځي او مري.
د افغانستان په شمول د نړۍ په هغو سيمو کې چې جګړو خپل ګيلمونه غوړولي دي، هلته د نورو جدي ستونزو ترڅنګ مورنيو ژبو ته هم سخت زيانونه اوړي. له بده مرغه د افغانستان په ډېری سیمو کې اوس هم خلکو ته د مورنۍ ژبې د زده کړې زمينه نه ده برابره شوې او په دې برخه کې خلک د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
له نېکه مرغه د دولت پرتله شخصي بنسټونو، ادارو، رسنيو او د يو شمېر فعالينو هڅې په دې برخه کې د ستايلو دي.