عربي اماراتو کې ۷۵۰ کیلوګرامه نسوار او قاچاق کوونکی یې نیول شوي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: مهر تاج

د عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبی کې ٧٥٠ کیلوګرامه نسوار او قاچاق‌کوونکي ونیول شول.
د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبی کې، دا نسوار یو کس په ډېر ماهرانه ډول په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي ول.
د پولیسو په وینا د نسوارو قاچاق‌کوونکی نیول شوی او دی به د ممنوعه توکو د لېږد په تور، محکمې ته ور وپېژندل شي.

د یادونې وړ ده چې ابوظبي کې نسوار منع دي او پې او پلور یې جرم ګڼل کېږي.
د پولیسو ادارې زیاته کړې، چې د یوه خبر پر اساس، دوی د جرم صحنې ته ورغلي او مجرم یې د عمل ترسره کولو په حال کې ککړ لاسونه نیولی، چې دغه ۷۵۰ کلیو ګرامه ممنوعه توکي يا (نسوار) یې د ډیزلو په ټانکر کې ځای پرځای کول.
نیول شوی کس د نفتو د انتقال د کمپنۍ کارکوونکی دی او دغه کمپنۍ ته یې د ډرایور په توګه دنده ترسره کوله.