چمتوکوونکې؛ مریم صدیقي
په ۱۹۶۰م لسیزه کې د پاکستان په فیصل اباد کې د صوفي شاعر محمد بخش لسوړي شاه پر زیارت یوه هلک نعت ډوله شعرونه ویل. دا ماشوم نصرت نومېده، چې وروسته په نصرت فتح علي خان مشهور شو.
خو هغه مهال چا نصرت نه پېژانده، یوازې دومره پوهېدل چې د هغه مهال د وتلي قوال استاد فتح علي خان زوی دی.د ۱۹۶۰م کلونو په لومړیو کې ده د پلار تر مرګ وروسته له خپل تره استاد مبارک علي خان او استاد سلامت علي خان د موسیقۍ زدهکړه پيل کړه.
نصرت فتح علی خان په اسیا، اروپا، امریکا او هر ځای کې د موسیقۍ د بې تاجه پاچا او د قوالۍ د شاه په توګه پېژندل کېږي. نصرت فتح علي خان د رنګ، نسل، مذهب او ژبې له بنده موسیقي راوویستله او یو داسې ځانګړی رنګ يې ورکړ چې نن يې ډېر د سندرو او قوالیو مینهوال دي.
د نصرت فتح علي خان ښه اخلاق يوازې تر خپلو مینهوالو او نورو شخصیتونو نه وو، بلکې ده به له خپلو همکارانو او موسیقۍ غږوونکو سره هم ډېر ښه چلند کاوه. په اصل کې د ده کورنۍ له قوالي ویلو سره بلده وه، نو که زړه یې وي او که نه، د ده غوندې زلمکیو ته له ماشومتوبه سُر او لۍ ورښودل کېږي.
د نصرت فتح علي خان یو نږدې ملګری او شاګرد الیاس حسین وايي،د خوب پر مهال به يې په بستره کې هم له ځان سره هارمونیم ايښی وه، او وېده شوی به و. که په الوتکه کې به هارموینم نه و نو پرخپله سينه او خېټه به يې په ګوتو سره تمرین کاوه’.
استاد نصرت فتح علي خان د ۱۹۹۰م لسیزې په پېل کې په لاهور کې د سرګم په نوم د سندرو د ثبتولو خپله سټوډيو جوړه کړه چې وروسته يې زیاتره سندرې هماغلته ثبت کړې او کله چې د هندي فلم ‘کچې داګې” لپاره نصرت هند ته لاړ نو په هوټل کې يې د مینهوالو او د فلمي ستورو اوږد کتار جوړ کړی و، او هيما مالاني يې هم کتلو ته ورغلې وه.
د نصرت فتح علي خان د ‘مست قلندر’، ‘الله هو، الله هو ‘ او ‘حق علي علي’ کلامونه ډېر شهرت لري. نصرت نه پوهېده چې د هغه تر مړينې وروسته به ټوله نړۍ د هغه قواليو ته په خوند خوځېږي.