نس ناستی د ماشومانو د مړینې سبب ګرځي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه راټولونه: مریم محمدي
نس ناستی یا کولرا هغه میکروبي ناروغي ده چې معمولاً د ناپاکو اوبو، غیرې صحي خوړو او د تشناب له راتلو وروسته د لاسونو نه وینځلو یا نورو روغتیايي بي احتیاطي له کبله انسان ته پیدا کیږي.
یاده ناورغۍ د نورو وختونو سربیره په په ګرم موسم کې ډېره لیدل کيږي.
د راپورونو له مخې د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د هوا په ګرمیدو سره په دغه هېواد کې هره ورځ د نس ناستي یا کولرا ناروغۍ له امله له کبله ۲۷ ماشومان مري.
د روغتیا نړیوال سازمان بیا وايي چې د نړۍ ۴۰ هېوادونو کې هر کال نږدې درې میلیونه کسان په کولرا اخته کېږي، په کال کې نږدې سل زره کسان وژني، چې ډېری یې ماشومان دي.
ولې ماشومان په نس ناستي اخته کیږي؟
– ماشومان تر هرڅه نازک او تر ټول زر په ناروغيو اخته کیدونکي دي، کله چې ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ اخته کیږي عمده لامل یې مکروبونه او د ماشوم ناپاک ساتل دي.
– په ماشومانو کې هره ميکروبي ناروغي لکه د غوږ، ستونې، سينه وبغل او ورته نورې ناروغۍ د اسهال او استفراق سبب هم کیدای شي.
– کله چې د ماشوم د هضمې سیستم خراب شي، هوا ګرمه شي او لومړني غاښونه باسي په دې وخت کې په یاده ناروغۍ هم اخته کيږي.
درملنه:
روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې باید ماشوم ته د اسهال د ناروغۍ پرمهال مور خپلې شيدې ډېرې ورکړي، همداراز مصنوعي او یا پوډري شيدې دې نه ورکوي.
په کور کې دې ورته ترټولو مناسب محلول Ors یا (rehydration salt)
په نامه ياديږي چې د مالګو او قند نه ترکيب شوی له اوبو سره دې ګډ او ماشوم ته ورکړي.
که یاد محلول نه و بیا په یو ګلاس جوش اوبو کې چې تړمې شوې يوه وړه قاچوغه مالګه او یوه قاچوغه بوره حل کړئ بیا یې ماشوم ته په قاچوغه په ورځ کې څو څو ځلي ورکړئ.
که ماشوم له ۶ میاشتو څخه کوچنی وي نو مور باید پدې وخت کې هغه خواړه وخوري چې ماشوم ته تاوان ونه کړي، مور باید کېلې، مڼې او ګازرې دې ډېرې وخوري.
که ماشوم تر شپږو میاشتو پورته وي او د مور له شیدو پرته نور خوراک هم کولای شي باید د کېلې جوس ورته جوړ شي، نرمې ورېجې دې ورته پخې شي تر څو یې د بدن اوبه پوره شي.
کوښښ وکړئ چې ماشوم ته غوړ خواړه تر٢٤ ساعتو پورې ورنه کړئ. که بیا هم ماشوم ښه نه وي ژر تر ژره یې روغتون ته ورسوئ.