د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۲۰۱۸ کال هم د نورو کلونو په څېر پای ته ورسېد او همدرانګه دې کال کې د نورو کلونو په څېر ځينې مهمې پېښې وشوې چې په دې لېکنه کې به تاسو ته هغه مشهورې څېرې در وپېژنو چې د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې له دې نړۍ تللي:
جان يانګ
جان يانګ ۱ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د ناسا پخوانی فضانورد چې ۶ ځلې يې فضا ته د فضايي بېړيو په مرسته سفرونه کړي و، د تېر کال د جون د مياشتې په پنځمه نېټه د ۸۷ کلونو په ومړ.
کيث جکسون
کيث جکسون ۲ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
ESPN اعلان وکړ چې نوموتی ورزشي خبريال د ۲۰۱۸ کال د جون په دولسمه د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.
ډلورس اوريورډان
ډلورس اوريورډان ۳ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د آیرلنډۍ موسيقۍ د ډلې اصلي غړی The Cranberries یانې Dolores O’Riordan د تېر کال د جون په پنځلسمه ومړ. هغه ۴۶ کاله عمر وکړ او مړينې جزئيات يې خپاره نشوه.
فرډو سانتانا
فرډو سانتانا ۴ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
نوموړی د ۲۷ کلونو په عمر د ۲۱۰۸ کال د جون په نولسمه ومړ. انګېرل کېږي چې د نوموړي د مړينې لامل د ځيګر او زړه ناروغۍ وه.
کانی ساویر
کانی ساویر ۵ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د هاليووډ ترټولو ډېر عمر لرونکې لوبغاړې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۱ مه د ۱۰۵ کلونو په عمر مړه شوه.
جان ماهوني
جان ماهوني ۶ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
بريتانيايي – امريکايي لوبغاړی او هنرمند د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په څلورمه د ۷۷ کلونو په عمر ومړ.
سري دیوي
سره دوي ۷ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د باليووډ د دې لوبغاړې جسد د فبرورۍ په ۲۴ مه د دبۍ د يوه هوټل په حمام کې وموندل شو. د هغې د مرموزې مړينې لامل د نه هوښيارۍ له امله په اوبو کې ډوبېدل و.
بيلي ګراهام
بيلي ګراهام ۸ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د انجيلي کليسا Evangelican کشيش او د امريکا متحده ايالتونو د څو ولسمشرانو روحاني مشاور د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.
اوبر ډو ژيوانشي
اوبر ډو ژيوانشي ۹ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
نوموتی طراح او ډيزاينر د تېر کال د مارچ په ۱۲ مه د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.
سټېفن هاوکېنګ
سټېفن هاوکېنګ ۱۰ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
مشهور بريتانياوي فزيک دان وروسته له يوې اوږدې ناروغۍ څخه د تېر کال په څوارلسمه د ۷۶ کالو په عمر ومړ.
باربارا بوش
بار بارا بوش ۱۱ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د جورج اچ ډبليو بوش مېرمن د تېر کال د اپرېل په ۱۷ مه د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه.
کوفي عنان
کوفي عنان ۱۲ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د ملګرو ملتونو اوم سرمنشي د ۸۰ کلونو په عمر د تېر کال د اګسټ په اتلسمه ومړ.
جان مک کېن
جان مک کېن ۱۳ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
امريکايي سياستمدار او د امريکا د سنا مجلس غړی چې دوه ځلې ولسمشرۍ ته نوماند هم پاتې شوی و، د تېر کال د اګسټ په ۲۵ مه د ۸۱ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
پل آلن
پل آلن ۱۴ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
آلن د مايکروسافټ لويې کمپنۍ يو له بنسټ ايښودونکو څخه و چې د تېر کال د اکتوبر په ۱۵ مه د ۶۵ کلونو په عمر ومړ.
نيکلاس روګ
نيکلاس روګ ۱۵ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
نوموتی بريتانياوي فلم جوړوونکی او هنرمند د تېر کال د نومبر په ۲۳ مه د ۹۰ کلونو په عمر ومړ.
جورج هربرت واکر بوش
جورج هربرت واکر بوش ۱۶ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د امريکا د يوڅلوېښتم ولسشمر جورج ډبليو بوش پلار، تېر کال د ۹۴ کلونو په عمر د نومبر په دېرشمه ومړ.
نانسي ګريس رومن
نانسي ګريس رومن ۱۷ د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي
د ناسا پخوانۍ مديره چې د ( د هابل تلسکوپ مور ) لقب هم ورکړل شوی و، تېر کال د ډسمبر په ۲۶ مه د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوه.