- ژباړه: نسیمه محمدي
هره ناروغي او اختلاطات نښې او علایم لري، چې د دې علایمو سره د ناروغۍ په ډول پوهېږو، په مطلب کې د ناروغیو د نښو په اړه په اړه وایو.
- د پښو د تلیو خارښت او تخنېدل په معده او کلمو کې د هاضمې اختلاطات بیانوي.
- د پوندو خارښت، سوزش او تخنېدل، کولای شي په مېرمنو کې د تخمدانونو او په نارینهوو کې د پروستات ستونزې علایم وي.
- د پښو د غټې ګوتې (شصت) خارښت او سوزش ممکن د بډوډو ناروغي او د وینې د غلطت لوړوالی وي، چې د لمنځه وړلو لپاره یې باید د یادوو شویو ناروغیو درملنه پیل شي.
- د ښي سترګې رپېدل د غوړ ځیګر نښه او د کیڼې سترګې رپيدل د زیات استرس نښه کېدای شي.
- پرلهپسې د پښو د بندونو تاوېدل او ډېر خوږ د «غوړ ځیګر» او د وینې د لوړ کلسترول نښې دي، چې د حل لپاره یې باید درملنه د ځيګر له پاکولو پیل شي.
- د لاسونو پښو او ګوتو ویده کېدل یا بې حسه کېدل، کېدای شي د وینې د لوړ غلظت علامه وي، سر درد، د غاړې درد، سا تنګي، د لید ستونزې، کمزوري او بې حالي، د سترګو د وريدونو سوروالی او د پوستکي خارښت د وینې د غلظت نورې نښې دي، د درملنې لپاره یې «پسرلنۍ حجامة» مه هېروئ.