د نوموتي امپراتور ناپليون بناپارت ښې خبرې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: محمد عزيز پردېس
حقيقي سړی هغه دی چې په خوارۍ او بدبختۍ کې ځان تباه نکړي.
ترټولو لوی خطر د برياليتوب پر وخت رامنځ ته کېږي.
اراده لرونکی کس هېڅکله هم د ژوندانه په لوړو او ژورو کې د ناهيلۍ سره نه مخ کېږي.
له بريا څخه تر ماتې پورې يوازې یو ګام واټن دی.
خلک يې د ماتې له وېرې، بايلي.
د يوه لوی هېواد تسخيرول د يوې ښځې د زړه تسخيرولو څخه اسانه کار دی.
نړۍ د هغه چا ده چې تحرک او انرژي لري.
دردونه او رنځونه د انسان فکر غښتلی کوي.
هغه څوک چې له دې وېرېږي چې ماتې سره به مخ شي، نو هرو مرو به ماتې سره مخ کېږي.
احمقان د تېر په فکر دي، لېونيان هم د راتلونکې په فکر کې ژوند کوي او يوازې عاقل انسانان په اوس (حال) کې ژوند کوي.
ناهيلي لومړنی ګام دی چې شخص يې د ګور په لور اخلي.
په نړۍ کې بايد له يو څه څخه ډار وشي، چې هغه خپله (ډار) دی.
برياليتوب يانې اراده کول.