ننګرهار او لوړ نرخونه؛ چارواکي وايي، کنټرول او سرغړوونکو سره سخت چلند کوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: بشر درویش
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نوې نرخنامه جوړه او د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوې .
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نن ورځ د خوراکي توکو نرخنامه جوړه شوه چې د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوي .

موظف ټیمونه

بل پلو؛ د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي،سر له نن څخه به جلال اباد ښاروالۍ پنځلس کاري ټیمونه د نرخونو او مارکیټ د کنترول په موخه د هرې ناحیې مربوط بازارونو او مارکیټونو کې له سهاره تر ماښامه په معلوم ادرس توظیف وي او  مستقیما به د ښاریانو شکایاتو ته رسیدګي وکړي.

نوې نرخنامه – ننګرهار رسنیو دفتر

ښاغلي حسن ویلي:

«د سبزیو نرخونه به هره ورځ د رسینو او مربوطه ټیم لخوا شریکېږي او لمخې به یې کنترول کیږي چې د سر غړونکو سره به جدي چلند ترسره او بیا د شکایت حق نلري.»

د رسنیو دفتر ویلي؛ په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ امنیت امر مرستیال ایمل خوږیاڼي په مشرۍ د ناحیو او حوزو امرینو له لورې په اړونده ساحو کې عملاٌ د نرخونو د کنټرول کمپاین پیل شوی دی .

د والي غبرګونونه او ګواښونه

د ننګرهار والي پر خپله رسمي فیسبوک د نرخو کنټرول او نورو مسایلو په اړه تازه معلومات ورکوي. هغه له تیرو شا او خوا ۲۴ ساعتونو راهیسې په بیلابیلو پوسټونو کې د نرخونو د کنټرول ترڅنګ ځینو خلکو ته ګواښونه هم کړي.

جلال اباد ښاروال د نرخونو د کنټرول پرمهال – رسنیو دفتر

ښاغلي میاخیل لیکلي:

«د نرخونو کنترول ګروپونه بازارونو کې دي معلومات به وروسته شریک شي. فاحش توپیر به د سبزیجاتو په نرخونو کې وګوري. چرګان خو لیلام شول.»

د کلدارو والو ته ګواښ

نوموړي وړاندې لیکلي:

«دویمه خبره د کلدارو ایجنټانو ته ده. هغوي چې په ننګرهار کې دي او وپیژندل شول، عدلي تعقیب به شي. تر څو چې په ننګرهار کې یم دا خوبونه دې نه ګوري.»

هغه همداراز ویلي چې د ننګرهار ټولو امنیتي، کشفي او ملکي ادارو ته مې هدایت وکړ چې په خپل ټول قوت د نرخونو کنترول وکړي او هم د کلدارو ایجنټان په نښه، دستګیر او عدلي تعقیب کړي.

تازه اقدام

شاه محمود میاخیل شیبه وړاندې د نیول شویو کسانو انځورونه او د یو شمیر توکو قیمتونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې یو شمیر اشخاص یې د سرغړونو له امله نیولي دي.
هغه ویلي:

«نن کافي تغیر د سبزیجاتو په نرخونو کې راغې. اخرې کالم د پرونې ورځ نرخ دی. د سبزې نرخ به هره ورځ د پټي د خرید په تناسب چې کرایه او مناسبه ګټه به پرې اچول کیږي، تعین کیږي ځکه دهفانان هم باید متضرره نشي. دغوښې نرخ د خوسکې په ۳۰۰ افغانۍ او د پسه په ۳۵۰ افغانۍ فی کیلو ده. چرګان د نرخ مطابق چې کیلو ۱۱۵ افغانۍ و په عمده توګه لیلام شول او پرچون قیمت به په ۱۲۵ افغانۍ فی کیلو وي.»

میاخیل ویلي چې نن د نرخونو د زیاتوالې په تړاو، دوه قصابان او ۱۵ د سبزیجاتو عمده پلورونکي ونیول شول.
والي زیاته کړې؛ د نرخونو د کنترول لپاره د ولایت د مرستیال په مشری د نرخونو د تطبیق کمیسون جوړ او د کرونا د ختمه پورې به دا کمیسون فعالیت لري.

د لوړو نرخونو په تور نیول شوي کسان – د رسنیو دفتر

د خلکو نیوکې

په ننګرهار کې ټولنیز فعالانو له څو ورځو راهیسې سختې نیوکې شروع کړې وې چې د ننګرهار چارواکي او مافیا سره په شریکه او لوی لاس نرخونه لوړ کړي.
خلک نیوکه کوي چې د هغو توکو بیې هم سختې لوړې شوي چې خپل داخلي تولید دی او له بهره نه راځي.
په ننګرهار کې د ځوان ټولنیز بنسټ غړي او ټولنیز فعال انورالحق یرغل یاران ته وویل چې حکومت د نرخونو په کنټرول کې تر اوسه پاتې راغلی دی. هغه وايي:

«دلته هغه توکي چې پخوا په ۵۰ کلدارې خرڅیدل، اوس په ۵۰ افغانیو پلورل کیږي، یعنې خپلسري ده، باید دا وضعیت بدل شي، ځکه دا په لوی لاس خلک هڅوي چې کلداره وکاروي او موږ هیڅکله نه غواړو کلدارې ته بیا ځای ورکړو او موږ پوهیږو چې د کلدارې د بیا رایج کیدو لپاره پاکستان هڅه کوي په یو شمیر خلکو کمپاین وکړي چې بیرته کلداره رایج شي، خو موږ یې نه منو، هیله ده حکومت ځان راویښ کړي، ورسره ولاړ یوو.»

خلکو او فعالانو د حکومت له ننني اقدام هرکلی کړی او هیله یې کړې چې دا هسې شعار پاتې نه شي، بلکې په جدیت سره تر پایه تعقیب، څو د نرخونو د بې بندوباره لوړیدو مخنیوی شوی وي.
که څه هم د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې کاروبارونه، فابریکې، ټرانزیټ او سوداګري په ټپه ولاړه یا کمه کمه روانه ده، خو له دې سره سره په افغانستان کې عموماً په سختو حالاتو کې وضعیت همداسې کیږي.
پر پلورونکو نیوکه دا ده چې له فرصتونو ناوړه استفاده کوي او په لوی لاس سره د ملت حالت نه ګوري بلکې خپلو ګټو پسې اخیستي دي.