د ننګرهار شاتو سږ کال د هېواد په کچه لوړ مقام خپل کړی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

له ننګرهاره د جنګ جګړې خبرونه یوې خوا ته او د پرمختګونو خبرونه بلې خوا ته د پام وړ دي.
سږ کال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د ننګرهار شاتو د هېواد په کچه د دوی په جوړ شوي کلني نندارتون کې لوړ مقام ګټلی.
کرنیز نندارتون
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو توکو د بازار موندنې او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په پار د روان کال د وري له دويمې تر شپږمې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې د کرنيزو توکو پسرلنی نندارتون په لاره اچولی و، چې د ياد نندارتون يوشمېر غرفې شاتو ته ځانګړې شوې وې.
دغه نندارتون ته د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه شات راوړل شوي او د ډېرو ولايتونو شات په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د همېشه بهار شات
ننګرهار، چې د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله یې هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو شاتو او ګلانو په لرولو سره د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی.
په یاد شوي نندارتون کې د نورو ولايتونو په پرتله د ننګرهار ولايت شات ډېر زيات پېرېدونکي لرل.
د کابل په دوه ويشتم کرنيز نندارتون کې څو غرفې دننګرهار شاتو ته ځانګړې شوې وې، په دغه غرفو کې له درې ډولونو زيات شات نندارې ته وړاندې شوي ؤ.
۴۰۰ ټنه تولید
په ننګرهار کې د شاتو مچيو د ټولنې مرستيال حاجي سيد حسن بزګر ویلي: «په ۱۳۹۷يم کال کې زموږ توليدات ډېر ښه ؤ او کابو ۴۰۰ ټنه شات مو توليد کړل، زموږ ټولنه د دولت، مؤسسو، شاتو مچيو روزونکو او د شاتو توليدوونکو ترمنځ د اړيکو ټينګولو او بازار موندنې په پار جوړه شوې ده، تر څو د کروندګرو د ستونزو د هوارولو ترڅنګ د شاتو مچيو صنعت ته وده ورکړو او د شاتو د توليد په برخه کې کار وکړو، نو په همدې موخه د کابل په بادام باغ کې کرنيز نندارتون ته راغلي يم، تر څو د ننګرها شات نندارې ته وړاندې کړم.»

لوړ خرڅلاو
د ننګرهار د شاتو مچيو د روزنې د ټولنې د مرستيال په خبره، د ننګرهار شات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خرڅيږي، چې دمګړۍ په هلمند، بلخ، کابل او هرات کې فعالې څانګې لري او ترڅنګ يې د نورو ولايتونو پر هټيوالو هم خرڅيږي.
د ده په خبره ۱۲ کاله کيږي، چې په دې برخه کې فعاليت کوي او په دې موده کې توانيدلي دي، چې د پروسس، بسته بندي او د معياري شاتو توليد په برخه کې د شاتو مچيو روزونکو سره همکاري وکړي.
هغه وويل، چې ياده ټولنه په ننګرهار کې د شاتو د توليد پنځه کارځايونه هم جوړ کړي دي.
د نندارتون په اړه
د کابل په نندارتون کې د شاتو بېلابېل ډولونو شتون درلود، چې د شاتو هره کيلو له ۳۰۰ افغانيو تر ۱۰۰۰ افغانۍ خرڅېدل. په دې وروستيو کلونو کې په هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت وده کړې. دمګړۍ د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې څه باندې شپږ زره او ۵۰۰ کسان د شاتو مچيو روزلو په کار اوبار بوخت دي.
بايد وويل شي، چې افغانستان په کال کې د ۱۱ زره ټنه شاتو د توليد وړتيا لري.
شات په افغانستان کې
شات هغه خوراکي توکي دي، چې په قرآن پاک يې هم يادونه شوې ده. له شاتو څخه د درملو په توګه د ځينو ناروغيو د درملنې په توګه هم ګټه اخيستل کيږي، چې روغتيا ته خورا ډېرې ګټې لري.
د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې سبب شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
په افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرني سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.