ننګرهار: WHO له روغتيا رياست سره مرسته وکړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

نړیوال سازمان(WHO) ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د کرونا د مخینوي په موخه د وسایلو مرسته وکړه.
ياد رياست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ایمل الکوزي، د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نصیر احمد دراني ته د دغه وسایلو د سپارلو پر مهال وویل:

«د کرونا مخینوي په موخه یې د کرونا لابراتوار، RRT ټیمونو او کرونا درملنې مرکز د پرسونل ساتنې په موخه (N95) ماسکونو او (PPE) محافظتي وسایلو مرسته وکړه.»

نوموړی زیاتوي پر دې سربېره د کرونا ناروغانو جسدونو د محافظت کڅوړې هم په واک کې ورکړې.

الکوزی زیاتوي اداره یې هر مهال د عامې روغتیا ریاست سره د طبي او تخنیکي وسایلو د مرستې ته چمتو ده.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نصیر احمد دراني په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مرستې څخه د مننې ترڅنګ صحت سکتور د لابهبود په موخه د نورو مرستو هیله وکړه.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم دې ریاست سره د بیلا مرستو ترسره کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.
له بله پلوه سره له دومره مرستو په ننګرهار کې پر روغتيايي مسوولينو نيوکې کيږي، چې سم او لازم خدمات نه ترسره کوي.
د کرونا وبا له راتګ سره دا نيوکې لا نورې هم زياتې شوي.