په ننګرهار ولایت کې د کرونا وایرس ناروغۍ د تشخیصولو لاربراتوار فعالیږی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني د دولتي او مرستندويه روغتيايي ادارو مسئولينو سره په ناسته کې وويل، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار فعال شي.
چمتو ټیم
نوموړي همدا راز وويل، چې د کرونا ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون ټيم هم چمتو دی، چې خپله دنده پرمخ يوسي.
رسنیو دفتر زیاته کړې؛ د عامې روغتيا رئيس پر ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې د کرونا ناروغۍ مخنيوي په ملي کمپاين کې برخه واخلي او خپل رسالت اداء کړي.
نیوکې او ورته ځواب
له تیرو څو ورځو راهیسې سره له دې چې د ننګرهار ولایتي اداره د کرونا ضد اقداماتو له امله ستایل کیږي، خو له بله پلوه نیوکه پرې کیږي چې د کرونا ناروغیو لپاره د قرنطین کولو روغتون یې هغه امکانات نه لري چې باید ویې لري.
خو په عین حال کې د ننګرهار والي وړمه ورځ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د یوې لیکنې په ترڅ کې د خلکو خبرې ردې او غلې وبللې. هغه لیکلي چې د کرونا ناروغانو د قرنطین او درملنې لپاره یې مناسب ځای چمتو کړی دی.
هغه خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:
« که علایم د زکام، شدیدي تبې او یا نفس تنګي چا کې پیدا شوله، شفاخانې ته دی تلیفون وکړي چې هغوي ورشي او سمپل واخلي خو مریض باید د کور نه ونه وځي تر څو د مریض ویروس نورو ته سرایت ونه کړي. کله چې د مریض حالت وخیم شو، شفاخانه به امبولانس ورولیږي او مریض به د کرونا د قرنطین سیمې ته انتقال کړي. هلته بیا ډاکتران حالت د نږدې نه ګوري او تداويبه یې کوي. یوازنې تداويدا ده چې هلته اکسیجن ورته چالان کړي. د قرنطین په روغتون کې د اکسیجن د سیستم نه نور څه زیات شیان د تحفظې وسایلو نه په غیر نه دي پکار.
نن یو ژورنالست د حاجی کیمپ د یو تعمیر د تشاب عکسونه خپاره کړې و. دا معلومات سم ځکه نه و چې حاجي کیمپ شفاخانه نه ده بلکې د قرنطین ساحه ده او هلته یوازې چپرکتونه پکار دي او د ضرورت په وخت کې چپرکتونه هم هلته انتقال کیدلې شي. د حاجي کیمپ په ساحه کې مونږ د داعش کرونا هم تیره کړې وه او هغه تعمیر دوه برخې لري چې د ترمیم لاندې ده. یوه برخه چې ترمیم شوې، هغه مونږ د کرونا مریضانو لپاره مشخص شوې او تر اوسه هلته مریض نشته. دا خبریال صیب اول باید پخپله ځان د دی مرض په مشخصاتو پوه کړي او د ولس عامه پوهاوې لپاره باید کار وکړي. د بل په کار کې مداخله سمه نه ده. که د قرنطین مریضانو لپاره نور ځایونه اړتیا وي مونږ حتی مکاتب، لیلې او نور تعمیرونه هم ورته جلا کولې شو او مونږ پوهیږو چې دا ډول تعمیرونه د روغتونو وسایل نه لري خو صرف ساحه د قرنطین باید مشخصه وي چې هلته نور کسان تګ او راتګ ونه کړي. داسې راپور چې هلته هیڅ نشته او د شفاخانې غوندې وسایل نشته، هسې هوایې خبرې دي چې صرف د خلکو ذهنونه مشوش کړي. د ننګرهار صحت عامې چې ویلې هلته سل بستریز روغتونه شته، مطلب د قرنطین د ځای نه دی که نه باید موږ خیمې وهلې وې او د خیمې په ماحول کې خو بیا تشنابونه بیخې نشته»
له دې هر څه سره سره د ټولنیزو شبکو کاروونکو او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر چې ننګرهار ته ولایت په سفر راغلی د ننګرهار والي شاه محمود هڅې ستایلې او پر نورو والیانو یې غږ کړی چې د نوموړي په شان دې د کرونا پر ضد اقدامات وکړي څو د فاجعې مخه ونیول شي.
ننګرهار کې له درمل پلورنکو، معاینه خانو، خوراکي توکو خرڅولو، ډوډۍ خرڅوونکو او ځینو نورو پرته ټول ښار او ولسوالیو کې بازارنونه او میلې تړل شوي.