سهار لس نیمې بجې دي. استقلال لیسې ته روان یم چې تذکره ثبت کړم او د ښې راتلونکې لپاره یوه وړ شخص ته رایه ورکړم. داسې چاته چې نه یې د چا وینه تویه کړي وي او نه یې د چا وینه زبېښلي وي. غواړم په دې توګه د هغوی پله سپکه کړم چې له وکالت څخه یې د تجارت ګټه اخیستې او د خلکو د ګټو په ځای یې خپلې ګټې پاللي دي.
د لیسې مخې ته سړک تړل شوی دی. ګوته په ماشه ځوانان ولاړ دي او هیڅ ډول ترافیکي واسطې ته اجازه نه ورکوي. له رکشا پیاده شوم او ورو ورو مخکې روان یم. دلته کتار لیسې پرتې دي. لیسې رخصت دي خو ودانۍ تر ګواښ لاندې دي. د دې ویره شته چې یو څوک راشي، د زده کړې دغه مرکزونه وسوزوي او له دې نړیدلي، سوزیدلي او بیوسه وطن سره د خپلې دښمنۍ ثبوت وړاندې کړي.
د یوې لیسې ودانۍ ته مې وکتل. یو څوک د بام پر سر ناست دی. ما ویل که کوم شوخ شاګرد دی. تفریح کې بام ته ختلی او خپل ټولګیوال ځوروي.
ښه ځیر شوم، پولیس و. ګوته په ماشه ولاړ و او هرې خواته یې د شک په سترګه کتل او هره لحظه یې د یوه برید د دفع کولو په ریاضت کې تېروله.
دا تعلیمي ساحه ده. دا هغه ساحه ده چې نورو ځایونو کې یې په لیدلو زړه باغ باغ کیږي. دومره خوندي، ارامه او ښایسته وي چې ماشومان یې په لیدلو، د ننه تګ ته هڅیږي؛ خو دلته خبره سرچپه ده. لکه د جګړې لومړۍ کرښه. لکه لومړی کمربند او…
د دې ځای په لیدلو به ماشومان څه تصور کوي، شاید زړه ته یې داسې ولویږي چې موږ پسې قاتلان راځي. موږ وژني. موږ تعلیم ته نه پریږدي او بیشکه چې د جګړې یوه موخه همدا ده.
د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره نن په معارف ریاست ډلییز برید هم شوی او ګڼ کسان ټپیان شوي او په خپلو وینو کې رنګ شوي دي.
نن ټوله کیسه د همدې برید ده. په رکشا کې همدا کیسه ده. په لارو کوڅو کې همدا کیسه ده او پر لاره د روانو خلکو همدا کیسه ده.
دا نوې پیښې نه دي؛ خو په داسې وخت کې زور اخلي چې خلکو ته لرې د امید یوه تته رڼا ښکاري. دا رڼا د اوربند ده او دې رڼا خلک هیله من کړيدي. خو څوک شته چې غواړي دا رڼا هم ګل کړي. دغه شکمنه هیله هم خاموشه کړي.
په هرصورت، د جګړې ختمول قرباني غواړي. د قربانۍ تر څنګ ژوندۍ جذبه غواړي. هر څوک باید په خپل ټول توان د دې اختتام لپاره کار وکړي. پرینږدي چې موجوده خونړی وضعیت دوام وکړي او یا اوږد شي.
محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۷