زمونږ د ننګرهار ولایت والي ډېر ښه روان دی، خو ولې ښه نه دی روان. ورځې وړاندې یې ډېر ښه ټویټ کړی و، وايي: افغانستان کې ۹۵ سلنه ولس مشاورین دي او ۵ سلنه کار کوي. نوره دنیا کې ۵ سلنه مشاورین او ۹۵ سلنه کار او عمل کوي.
ما ویل هسې هم مشاورین یو، د والي صیب د کارنامو، ویاړونو او خدمتونو ته به یوه لنډه کتنه وکړم، الته زه یې مثبتو یادونه نه کوم، ځکه له نورو پخوانیو هغو ننګرهاریانو ته ډیر ښه دی، خو یوازې دلته پر ځینو هغو ټکو بحث کوم چې کامیاب ترڅنګ په کې زه زیاتی او ناکامي وینم.
افغانیو مروجول او د کالدارو بندول یې د ستایلو وړ ده، ولې د نرخونو نه کنټرولو کې تر اوسه ناکام او ولس ته لویه ضربه ورکول دي. ځکه څو ځله یې وویل چې د نرخونو کنټرول کوو، چې متاسفانه هغه نه دی شوی. ترڅنګ یې د کرایې خبره ده، اوس هم ډیرو سیمو ته د کلدارو په بندیدو کې هماغومره یا لږ ترې کمې افغانۍ اخلي. یو مثال یې وایم، له جلال ښاره تر نوي ګمرک پخوا ۳۰ کالدارې کرایه وه چې هغه هم ظلم و، خو اوس ۲۰ افغانۍ ده، چې ۴۰ کلدارې ترې جوړیږي، دا اصل کې تازه والي صیب دې ۱۵ افغانۍ ټاکلې، اما عملي نه شوه.
د کورونا وایرس په وړاندې د ښار په قرنطینولو کې په ټول افغانستان کې تر ټولو لومړی اقدام کول او لاس په کارېدل یې اتلولي وه، ولې بیا هم قیمت یې باید ولس ادا کړي؛ له خانه نیولې تر ګدا ټول یې کانټه کړل، د ډریورانو، رکشوانانو، دوکاندارانو، جوالایانو ټولو کارونه په ټپه ودرېده، له بل لوري هره کورنۍ د اړتیا وړ توکو ته لاسرسي نه درلود. ولو که یو څوک عمده فروشي ولري د ورځې عاید به یې څو وي او د کور مصرف به یې څومره وي؟
رکشوانان، هوټلونو کارکوونکي، دوکانداران او نور بې وزله ماران دي، خاورې خوري؟
یولک او پنځوس زره شا او خوا ډالره مرستې ورسره شوي، پرځای ددې چې ددې مرستو بیړنی ویش پيل کړي او منظم پلان پر اساس مخته لاړ شي، دوی خبره بیخي اوږده کړه. خلک هم مجبوره شول چې د قرنطین کیسه کې نه شي، که خپل دوکان نه شي خلاصولی پر بل کاروبار پيل وکړي او ګڼه ګوڼه ورسره جوړه شي.
ځکه خلک د قرنطین کیسه کې نه دي، نه د کورونا وایرس څخه ویره لري برعکس هغوی سره ماښام ته په نغرې کې د اور بلولو غم دی او همدا غم د دې لامل شو؛ چې په خیراتونو او مرستو ټولو او نورو کارونو پسې له یوې مخې ټول له خپلو کورونو څخه راووځي، نو پوه شه چې قرنطین یې ورمسخره کړ، دا یې ناکامي بلل کیدای شي.
په ځلونو مو واوریدل او ژورنالیستانو راپور کړ، ان ډاکټران وړمه ورځ ولایتي شورا ته په احتجاج لاړل چې روغتیايي امکانات نشته، نو والي صیب بیا دا خبرې چې موږ د کرونا پر ضد مبارزې ته چمتو یوو، نو څنګه چمتوالی وي، حد اقل باید اړوند روغتیايي مرکزونه خو مجهز او سمبال وي کنه. مخکې ورځو کې کوم ناروغ ته اول ټاکل شوی ټيم نه ورته، د فیسبوکونو په زور چې ورغی، ناروغ ویل ویې وړم او هلته ډاکټرانو راته ویل چې هیڅ نه لرو، نو بیا د شپې وتلی و، وروسته یې بیا بیولی وو.
د تورخم مسله دې هغسې شوه چې ښکاري نه مو سمه محاسبه کړې وه او نه مو دا اټکل کړی و چې له داسې ګاونډي سره مخ یې، نو کومې وړاندوینې باید وشي.
هسې هلته ورته تورخم کې پردي توشکونه، بالښتونه او دیګونه باندې شول، چا وهم نه خوړل.
د دېګ د بې کاره مسالې بېکار خوند خو یې لا پدې کې دی، چې اټکل شوې وه رااوښتونکي مسافر حدالقل ۱۴ ورځې قرنطین شي، اما مسافرو ته بې خوندو خوړو خوند ورنه کړ او نایي هم ونه پرې رسیده په دا یوه سبا یې د ټولو پر مخ د مخه ښې لاس پورته او لار ورکړه چې ځئ لخیره له پاکستانه راوارد شوی وایرس په ورین تندي افغانستان ته پیچکارۍ کړئ!
که دې کې تاسې سفیر او پاکستان یا هر څوک ملامت کوئ، دا به هم سمه وي، خو دا هم سمه ده چې مسوولینو خبرې من کولې، خو دا یې نه اټکلول چې څه رقم خلکو سره مخ یوو او څومره ضدي خلک لرو چې حتا دروازه یې په ټیل خلاصه کړه.
پداسې حال کې ؛
چین کې افغان محصلینو ته د راتګ اجازه ورنه کړل شوه، نو والي صیب محترم؛ افغان مهاجرین، مسافرین ولې له تورخمه راواړوي؟ او د راوښتلو اجازه ورکوي؟ هغوی هم باید پدې حساس وخت کې د لنډي مودي لپاره قرنطین شي، حال دا چې ښه پوهېږو پاکستان کې یاد وایرس څومره په سرعت مخ په ډېرېدو دی. هغوی باید همالته په پاکستان کې قرنطین شي، دومره لوی خطر سره ولې د پولې دې غاړي افغانان مخ کوي؟ د ګډوالو د قرنطین په هکله باید له یونسیار، ګډوالو چارو ریاست او یا اړوند ادارو سره خبرې وشي.
دا خبره ځکه کوم چې باید پر دې بیخي ډاډه شوی وای، ان په نویمه دقیقه کې، کله چې بیخي وخت نیږدې و چې د اټکل شویو کسانو راتګ پيل شي، که پوه شوی وای چې ګډوډي جوړوي، هر څه ناکاموي، نو باید هلته مو امر کړی وای چې هیڅ کس در نه را وانه وړي.
د تورخم په ځانګړې کیمپ جوړولو باندې یې هم خبرې کیدلی شي، په ټول ننګرهار کې یو د پوډریاتو کیمپ نشته، ورځ تر بلې د دوی شمېر، مرګ ژوبله مخ په ډېریدو او کورنۍ یې بې سرنوشته کېږي، اولادونه یې بې درسونو او کوڅو کې خیراتونه ټولوي، ایا دا وبا نده یا نه ورته ښکاري، چې دې وبا هم پوره جامعه له خطر سره مخ کړي او کورنۍ یې له اقتصادي او کوډېدو په حال کې دي، دوی تداوۍ ته اړتیا نه لري او که د دوی کورنۍ نس نه لري ماشومان یې لوست ته ضرورت؟؟!!
همدا اوسمهال مونږ په ننګرهار کې ټولټال درې کمېټې لرو، چې په راس کې یې والي صیب شاه محمود میاخیل قرار لري:
لومړی کمېټه “اظطرار کميته ” اظطراري مرستي کوي، لکه که سیلابونه او داسې نور حوادث رامنځته کیږي، فعلاً د کورونا وایرس وبا هم پکې شامل ده.
دویم، “کورونا فنډ کمېټه ” (یادې کمېټي تر دې دمه څه کوي او څه باید وکړي؟ په څه اخته ده؟ پوښتنه باید څوک ځنې وکړي؟ ) دا څومره وخت یې ونیو، داسې بیړني وخت کې به همداسې ځنډ کیږي، باید وختي شپه او ورځ سروې شوی او دا مرستې ویشل شوی وای.
دریمه، ۱۲ کسیزه نوې کمېټه، چې د کورونا وایرس سره مبارزه یا مرستو ته ځانګړې جوړه شوې ده. چې اکثره چارواکي په کې دي. نه پوهیږو چې دوی په څه بوخت دي؟
دا خو لا پریږده، چې د تورخم ښاروال دې هم نادره وکړي، چې “که ولسمشر هم له پاکستانه راواوړې باید قرنطین شي ” فکر کوم چې د کثافاتو د پنډکې یا هم د ټماټرو د ټرک اشتباه یې پرې کړي ده، یا هم ښايي خپل صلاحیت و واک یې هېر کړی وي، چې لاس باید تر کوم حده وغځوې!؟
او ځینې مدني فعالان مو لکه ژورنالیستان او ژورنالیستان مو لکه دیپلوماټان یا هم څارنوالان ځانونه بولي.
پایله دا شوه، چې افراطي اقدامات له افراطي ناکامۍ او تباهۍ سره مخ کېږي.
اصلاً پوښتنه دا راولاړېږي چې زمونږ ولس ټول مشاورین نه دي، بلکې زمونږ چارواکي هر کاره دي او واکونه، مسولیت و صلاحیت یې مشخص نه دی.