ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اداري مجلس په غونډه کې وويل، چې سږکال د دې ولايت عوايد د تېر کال په پرتله څوارلس سوه ميليونه افغانۍ زيات شوي دي.
دا اداري غونډه د مرغومي په دویمه په ولایت مقام کې جوړه شوې وه.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې مجلس کې ویلي؛ سږکال د ښه مديريت او شفافيت له امله د کانال او ښاروالۍ له عوايدو پرته په داسې حال کې، چې يوه نيمه میاشت ګمرکي چارې هم د يو شمېر پاليسيو له امله کمزورې شوې وې په عوايدو کې څوارلس سوه ميلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی او ټول ۲۴ ميلیارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
ښاغلي میاخیل زیاته کړې:
«سږکال عادي او انکشافي بوديجه له اته نوي سلنو څخه زياته په لګښت رسول شوې او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په نوي مالي کال کې هم خپلې چارې په پوره شفافيت مخته يوسي.»
والي د تېرې يوې اوونۍ پر امنيتي لاسته راوړنو هم د ادارو مسئولينو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې اوسمهال د ننګرهار امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی، چې مسئولين او مېشت وګړي کولی شي په ښه ډول خپلې چارې تر سره کړي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ویللي؛ ده همدا راز د ادارو مسئولينو او د افغانيو ترويج ځانګړي کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د افغانيو دودولو په برخه کې جدي و اوسي او سرغړونکو پر وړاندې له مجازاتو څخه کار واخلي.
ښاغلي مياخېل د نرخنامو اصلاح، صرافانو له لوري د افغانيو تبادلې څارنه، د خالي بستونو ډکولو، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د دارالمعلمين جوړولو، په ښارګوټو کې د ځمکو ضايعاتو مخنيوي په موخه د اپارتمانونو جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې مسئولينو ته د اجراتو سپارښتنې وکړې.
په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت د بشري سرچينو رئيس احمدضياء عبدالزي وويل:
«د مامورينو د چارو ارزونې په موخه يې د ارزونې پلان جوړ کړی او له مسئولينو يې غوښتنه وکړه، چې د ارزونې کمېټې ته پر وخت خپل مامورين وروليږي.»
رسنیز دفتر لیکلي؛ په دې غونډه کې د ولايت مستوفي ګل افضل نادري، د افغان ملي بيمي شرکت رئيس عبدالصبور دانش پر عوايدو، لاسته راوړنو، د روغتيا او شتتمنو بېمې او راتلونکي مالي کال ته د پلانونو جوړولو په برخه کې معلومات وړاندې کړل او همدا راز د بېمې شرکت له لوري د ښې همکارۍ له امله د ولايت مرستيال، مستوفي، پوهنې او نورو ادارو مسئولين په ستاينليکونو وستايل شول.
خلک څه وايي؟
اوسمهال دوه لویې ستونزې یادیږي چې ننګرهار کې یې خلک اندیښمن کړي؛ یوه د هدفي وژنو او بله د انسان تښتونې ده.
همدا تیره اوونۍ هم د جلال اباد ښار اړوند سیمې نه د یوه سوداګر د تښتولو راپور ورکړل شوی دی.
خلک نیوکه کوي چې له انسان تښتونکو او د هدفي وژنو له نیول کیدونکو مرتکبینو سره جدي قانوني چلند نه کیږي، ځکه یې تر ډیره مخه نه نیول کیږي.
د جلال اباد یو اوسیدونکی عاصم الله عابد یاران ته وویل:
«نور امنیت رښتیا هم ښه شوی، خو د خلکو ټارګیټ او تښتول اوس هم اورو. زما په نظر دې کې د مافیا لاس دی، کشفي او امنیتي ارګانونه هم غفلت کوي، کنه څنګه له ښاره یو څوک وتلی شي، ددې ترڅنګ همدې ارګانونو کې خلک ورسره لاس لري، باید دا جدي تعقیب شي.»
خو بل پلو د ننګرهار چارواکو څه وخت وړاندې هم ویلي ول چې اکثره هدفي وژني د خلکو خپلمنځي دښمنیو ریښه لري او تر ډیره د تروریستي ډلو د هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.
همداراز په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم د بهرنیو اسعارو مخنیوي او افغانیو د رایج کیدو لپاره کمپاین روان دی. که څه خلکو شکایت کاوه چې میده افغانۍ په ښار کې کمې دي، خو د افغانستان بانک مسوولینو له خلکو سره وعده کړې چې ژر به دا ستونزه حل شي.