ننګرهاروالي: کابل کې ۹۵ سلنه کروناویروس خپور شوی، تګ راتګ ورسره جدي بند شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • راپور: بشر درویش

د لغمان ـ ننګرهار او کابل ولایتونو ته د مسافرینو پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وشوه چې د نن شنبې ماښام له اته بجو به عملي شي.
ددغو دریو ولایتونو والیان پرون په لغمان ولایت کې راټول شوي ول.
د لغمان د رسنیو دفتر وايي، د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو والیانو د یوې ناستې په ترڅ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه پرېکړه وکړه چې د شنبې ورځې د ماښام اته بجو وروسته مسافرینو ته اجاره نه ورکول کیږي چې یادو درې ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.
دا ناسته د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د کابل والي محمد یعقوب حیدري په لغمان ولایت کې د یاد ولایت د والي محمد اصف ننګ په کوربتوب د کرونا پر وړاندې د ګډې مبارزې په ترسره کولو د همغږۍ ناسته کړې.

هیڅ مسافر ته اجازه نشته !

دې ناسته کې د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل:

«د درې اړخیزې پرېکړو د تطبیق په موخه پلان کې لري چې د لغمان اړوند په مشعلې کمر، سرخکان او ګمبیري سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي،ترڅو هیڅ ډول مسافرینو ته د تګ راتګ اجازه ورنکړي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې درې واړو ولایتونو ترمنځ به د خوراکي توکو،مرستو،روغتیایي توکو، مخابراتي، ساختماني توکي له تصديق وروسته او نورو ضروري ملحقاتو د لیږد را لیږد همکارۍ جاري وي او په دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه رامنځته نشي.

لغمان، ننګرهار او کابل والیانو ترمنځ دا ناسته پرون لغمان کې شوې – د لغمان د رسنیو دفتر

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي:

«په کابل کې ۹۵ سلنه د کرونا ویروس خپور شوی، په دې موخه چې لغمان او ننګرهار ته د یاد ویروس د را لیږد مخه ونیول شي، د یادو ولایتونو والیانو سره یې په ګډه د شنبې ورځې ماښام له اته بجو وروسته درې واړو ولایتونو ته پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وکړه.»

د درې واړو واليانو په ناسته کې د پرېکړې له مخې د تازه مېوه جاتو، سبزیجاتو، درملو، ساختماني او خوراکي توکو لیږد او په امبولانس کې پروت ناروغ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي او له دې پرته هیڅوک نشي کولای چې تګ راتګ وکړي.

له خلکو غوښتنه

ناسته کې د ختیځو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل شول چې تر بیا خبرتیا خپریدو پورې په پخپلو ولایتونو کې خپل منځي راتګ څخه ډډه وکړي او تر یوې میاشتې پورې پخپلو سیمو کې پاتې شي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي:

«په تیر کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کابل سره د نورو ولایتونو په تګ راتګ بندیز محدود کړی و، خو داځل پریکړه یي جدي ده او هیڅوک نشي کولای چې د دې درې ولایتونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، دا پرېکړه په سیاسي او نورو مشرانو هم تطبیق کیږي او هیله یې وکړه چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له سرغړونو څخه ډډه وکړئ.
د کابل لغمان او ننګرهار ولایتي چارواکو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی او په عمومي ډول یې خلک قرنطین شوي دي.