د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي تکړه توپوهونکي نجیب الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ډېر خوښ دی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې واخیستل شو.
نجیب الله ځدران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چې ددې لیګ پېلېدو او د کراچي کینګز لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه ډېر بې صبرانه دی.
Absolutely super excited to be a part of the champion team of @thePSLt20 @KarachiKingsARY can’t wait to join the team.till then stay safe 🙏🙏🙏 pic.twitter.com/4vn6zeWEF5
— Najib Zadran (@iamnajibzadran) April 28, 2021
بله پلوه د کراچي کینګز لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې نجیب الله ځدران ته ښه راغلاست ویلی.
Welcome @iamnajibzadran to the #KingsFamily#HBLPSL6 #KarachiKings #Draft 2021 #ChampionsKaKarachi pic.twitter.com/iv4mjnK2js
— Karachi Kings (@KarachiKingsARY) April 28, 2021
د پاکستان سوپرلیګ
د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې.
اوس تازه راپورونه وايي، چي ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې دي، چې د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه کراچي کي حاضري وي او د سیالیو تر پيل پوري سخت قرنطین تېر کړي، تر څو د کورونا ویروس څخه خوندي وي.
دا لوبې به د زیاتو امنیتي تیاریو په شتون کي یوازې په کراچي ښار کې ترسره شي.
بل پلوه د یو شمېر هیوادونو لوبغاړو به د ملي لوبو او د انګلستان لوبغاړي بیا ویټالتي بلاسټ سیالیو په ترسره کېدو بوخت وي، چې په همدې موخه به په یاد لیګ بیا ګډون ونه کړي.
نو د لوبډلو د پوره کېدو په موخه د پاکستان سوپرلیګ ادارې وړمه ورځ د نه ګډون کوونکو لوبغاړو پر ځای نوي لوبغاړي واخیستل او لوبډلې یې پوره کړې.
د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي
په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.
د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.
بیا ځلې په دې لیګ محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب ځدران پکې د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي او وړمه ورځ سې شنبه یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجیب ځدران هم واخیستل.
نجیب الله ځدران کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز بیا ملتان سلطانز لوبډلې واخیست.