نجیب ترکی او لوبې یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

نجیب ترکی، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۹۹۱ م کې زېږیدلی و او د سه شنبې په شپه د ۲۹ کلونو او ۲۴۶ ورځو په عمر ومړ.
نجیب ترکي په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره یوازې یوه یوورځنۍ لوبه کړې، چې په دې لوبه کې یې په ۱۸ توپونو ۵ منډې کړې وې.
هغه د ایرلېنډ خلاف دې لوبه کې د بېري مک کرتي لخوا د ټېم مورته په توپ کېچ اوټ شو.
د شل اوریزو لوبو پیل یې د افغانستان لپاره په ۲۰۱۴ کې د مارچ په ۱۶ مه نېټه وکړ او لومړۍ لوبه یې د بنګله پر وړاندې په ډاکه ښار کې ترسره کړه.
په دې لوبه کې نجیب ترکي له محمدشهزاد سره اوپننګ وکړ، خو ۷ منډې یې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ووهله او له ۱۱ توپونو له لوبولو وروسته د شکېب الحسن په توپ کېچ اوټ شو.
نجیب ترکي خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې ترسر کړې ده، چې په دې لوبه کې یې ۱۱ منډې کړي دي.
دی په دې لوبه کې د محمد سیف الدین په توپ کېچ اوټ شو.
په شل اوریزو لوبوکې یې لوړې منډې ۹۰ دي، ۲۱ څلوریزې او ۱۳ یې شپږیزې وهلي دي.
د فرسټ کلاس یا څلورو ورځنیو ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۱۴ کال کې د زِمبابوې خلاف وکړ او خپله لومړۍ لوبه کې یې ۱۶ منډې کړې وې.
په خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې یې ۵۱ منډې وکړې.
دا لوبه افغانستان په ۳۵ منډو ګټلې وه.
وروستۍ فرسټ کلاس لوبه یې په ۲۰۱۹ کې د بُست لوبډلې پر وړاندې کړې، چې دې لوبه کې دی د سپین غر زون لوبډلمشر و او په صفر وسوځېد.
په فرسټ کلاس لوبو کې یې لوړې منډې ۲۰۰ دي او ۱۹ شپږیزې یې په یوه پاڼۍ کې د نړۍ په کچه درېیم ستر ریکارډ دی.
لومړی مقام د کولېن منرو دی، چې ۲۲ شپږیزې یې وهلي، دویم شفیق الله شفق دی، چې ۲۱ شپږیزې یې وهلي او درېیم د نجیب ترکي و.
په فرسټ کلاس لوبو کې یې ۶ سلیزې او ۱۰ پنځوسیزې وهلي دي.
لېسټ اې لوبوکې یې ۵۵۳ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۱۲۱ لوړې منډې دي.
د دې لوبو وروستۍ سیالي یې په ۲۰۱۹ کال اګسټ ۹ مه نېټه د ننګرهار لپاره ترسره کړه، چې د کابل لوبډلې پر وړاندې ولوبېد.
په دې لوبه کې یې ۱۲۱ منډې وکړې، ۹ یې شپږیزې او ۹ یې څلوریزې وهلې وې.
۲۰۱۹ کال شپږیزه لیګ کې مِس عینک لوبډلې پېرلی و، چې د لوبې پر مهال ټپي شو.
نوموړی د تېرې جمعې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند چکنوریو سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو او له ۴ ورځې کومایي حالت څخه وروسته په روغتون کې ومړ.

د هغه په اړه د لوبغاړو غبرګونونه

شهزاد محمدي وایي، هغه د اوپننګ ښه جوړه وه او د هغه هره لحظه ورته یادېږي.
د جنازې مراسم یې نن سه شنبه د اکټوبر په ۶ مه نېټه چې د میزان له پنځلسمې نېټې سره سمون خوري، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه شیرزي لوبغالي کې د ننګرهار د والي ضیاءالحق امرخېل لخوا د ګڼو ګډونوالو په شتون کې ادا شوه او په خپله پلرنۍ هدیره د سرخرود ولسوالۍ د درونټې سیمې په هجرت کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
تاج ملوک عالم وايي، چې د هغه مړینه د افغانستان کرکټ لپاره ستره ضایع ده.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او نورو لوبغاړو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان اوپنر توپوهونکی نجیب ترکی د  سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۲۹ کلونو په عمر ومړ.
crrr.JPG