نجیب ترکی لا هم کوما حالت کې دی

رنګین تجريدي ډیزاین

د ملي لوبډلې پیلیز او بریدګرتوپوهونکی جمعې په مازیګر د اکټوبرپه دویمه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند بګرامیو موړ ته نږدې د یو سراچه ډوله موټر لخوا ووهل شو.
هغه ویډیو چې د په سیمه کې د امنیتي کمرو لخوا اخیستل شوې، نجیب ترکی پکې لیدل کېږي، چې له یوې هټۍ د توکو له پېر وروسته راوځي او غواړي د سړک بلې خواته تېرشي، چې دی له رېکشې څخه په تېرېدو سره د سراچې موټر سره تصادم کوي او بیا په سړک راپرېوځي.
د هغه له دې پېښې وروسته یې نوموړی یو شخصي روغتون ته لېږدول شوی او هلته تر درملنې لاندې دی.
33.JPG
ډاکټران وایي چې د سر برخه کې سترې ضربې لیدلي او لا هم په کوما حالت کې دی.
د هغه پوښتنې ته د کرکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي ورغلي او ځینو یې په غمرازۍ کې اوښکې تویې کړې.
د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق اوښکې تویې کړې او له خلکو یې وغوښتل چې د روغتیا په پار یې رب ته لاسونه لپه کړي.
د نجیب ترکي اووښي وویل چې دا د خدای له پلوه مقرره شوې وه او حادثه وشوه.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هم د هغه پوښتنې ته ورغلی و او ژمنه یې وکړه، چې درملنه کې به یې پوره همکاري وکړي.
کریم صادق د شنبې په غرمه له یاران سره په خبرو کې وویل، چې هغه لاهم د کوما حالت کې دی او وضعیت یې نه دی عادي شوی.
محمد نبي عیسی خېل او راشدخان هم هغه سره  په خپلو فیسبوک پاڼو خپله غمرازي شریکه کړې او له خلکو یې د دعاګانو غوښتنه کړې ده.
د کریم  خان صادق په خبره نن هم د هغه پوښتنې د کرکټ ملي لوبډلې، نورو لوبډلو او د کلبونو لوبغاړي پوښتنې ته ورځي.
نجیب ترکی او کرکټ یې
نوموړی د افغان لوبغاړو په منځ یو زړور او چټک توپوهونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لوبېده.
logo.JPG
۲۰۱۴ کې یې لومړۍ شل اوریزه لوبه په ډاکه ښار کې د بنګله دېش خلاف وکړه، وروستۍ شل اوریزه لوبه یې هم په ۲۰۱۹ کې د بنګله دېش خلاف په ډاکه ښارکې ترسره کړه.
په ۱۲ شل اوریزو لوبو کې ۲۵۸ منډې کړي دي، ۹۰ یې لوړې منډې دي، ۲۱ څلوریزې او ۱۳ یې شپږیزې وهلي دي.
یواځې یوه یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۷ کال کې د ایرلېنډ خلاف کړې او ۵ منډې یې پکې کړي دي.
۲۰۱۴ کې یې د فرسټ کلاس لوبو پیل کړی دی، په ۲۴ لوبوکې یې ۲۰۳۰ منډې کړي، یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۲۰۰ دي.
۶ یې سلیزې او ۱۰ پنځوسیزې یې وهلي دي.
په همدې لوبوکې یې ۲۱۵ څلوریزې او ۱۰۴ شپږیزې جوړې کړي دي.
۱۷ لېسټ ای لوبو کې یې ۵۵۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې ۱۲۱ دي.
نوموړي ته په دې وروستیو کې لوبډله کې موقع ورکول کمه شوې وه او د لوبډلې په بهرنیو سفرونو کې ورته توجه نه کېدله.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.