لیکنه: عبدالله عادل
نجیب الله ځدارن په چټکو منډو جوړولو کښي خورا مهاره او د همدې ځانګړتیا له کبله زیات شمېر مینوال لري.
نجیب ځدران کیڼ لاسی میډل ارډر توپ وهوونکی او ښی لاسی وف بریک توپ اچوونکی دی .
نوموړی د ۱۹۹۳ کال فبروري میاشت کي د افغانستان په لوګر ولایت کښي زیږېدلی او دا مهال ۲۶ کلن دی.
د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو د لباس شمېره یې یوه ده.
نجیب ځدران په ۲۰۱۱ کال کي ایرلینډ کي کېدونکي د ۱۹ کلنو نړیوال جام په لارموندني لوبو کښي د افغان لوبډلي لپاره لوبېدلی.
تجارتي لوبي
نجیب الله ځدران د ۲۰۱۸ کال د جون پر دریمه د کاناډا ګلوبل شل اوریزو سېالیو په بولۍ کښي د مونټرال ټایګرز لوبډلي لخوا واخیستل سو.
د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کښي هغه په لومړي پړاو افغان تجارتي سېالیو (APL) کښي د کندهار لوبډلي لخوا څخه انتخاب او هلته ولوبېد.
له هغه څخه وروسته نوموړی د ۲۰۱۸ـ۲۰۱۹ کال بنګلدېش تجارتي سېالیو کښي د چیتاګونګ ویکینګز لوبډلي لخوا څخه انتخاب او ولوبېد.
یو ورځنۍ لوبي
ځدران د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۲ کال کښي د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.
د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کښي نوموړی د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان ۲۳ کلني لوبډلي لوبډلمشر وټاکل سو .
د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کښي د ایرلینډ خلاف په دریمه یو ورځنۍ لوبه کښي هغه خپله د یو ورځنیو سېالیو لومړۍ سلیزه جوړه کړه.
د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کښي نجیب د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره په افغان ۱۵ کسیزه لوبډلي انتخاب او په نړیوال جام کښي به د افغانستان لوبډلي برخه وي.
نجیب الله تر دا مهال (د ۲۰۱۹ ـ می ـ ۲۸ ) نېټې پوري د افغانستان لپاره په ۵۶ یو ورځنیو لوبو کښي د ۹ پنځوسیزو او یوې سلیزي په مټ ۱۲۷۰ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۱۰۴ دي چي په ۲۰۱۹ کال کښي یې د ایرلینډ خلاف جوړي کړي دي.
د یو ورځنیو لوبو ایورېج یې ۳۰ او سټرایک رېټ یې ۹۰ دی.
او همدارنګه دغه چټک توپ وهونکي په یو ورځنیو لوبو کښي ۵۲ شپږیزي او ۹۸ څلوریزي جوړي کړي.
شل اوریزه لوبي
نجیب الله ځدران د افغانستان لپاره خپله لومړی شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر میاشت کي د هند خلاف په شل اوریزه نړیوال جام کي ترسره کړه.
او له هغه وخت څخه تر نن (د ۲۰۱۹ ـ می ـ ۲۸ ) نېټې پوري یې د افغانستان لپاره په ۵۰ شل اوریزو سېالیو کښي ۷۶۴ منډي جوړي کړي چي همدا فارمټ کښي ۲ پنځوسیزي لري او کومه سلیزه یې نده جوړه کړې.
په یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډيري منډي ۶۰ دي.
او شل اوریزو لوبو کښي ۳۹ شپږیزي او ۵۰ څلوریزي لري.
ایورېج یې ۳۰ او سټرایک رېټ یې ۱۴۰ دی.
دا چي راتلونکی ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په انګلستان کي ترسره کیږي د افغان لوبغاړو له منځه نجیب ځدران هغه لوبغاړی دی چي ورڅخه د ښو لوبو توقع کیږي دا ځکه چي هغه د چټکي لوبي ځانګړی مهارت لري او همدارنګه یو ښه ډګرساتونکی هم دی.