
ګلبدین نایب چې افغان لوبډلې ته په ۲۰۱۱ کال کې د یو الراونډر یا کرکټ ټولچاري په توګه راغلی، ۶۰ سلنه لوبو کې یې د افغانستان لپاره د ټولچاري رول لوبولی دی.
په تېر کې چې لوبډلمشر نه و، په خپلو هسکو شپږیزو او وروستیو برخوکې په توپاني توپ وهنې سره یې د لوبډلې ټارګېټ لوړ کړی و، د زِمبابوې، اسټرالیا، ایرلېنډ او نورو لوبډلو خلاف یې وخت نا وخت زبردسته توپ وهنه کوله.
خو د ۲۰۱۶ م کال را په دېخوا یې د توپ وهنې برخه اغېزمنه شوې او توپ وهنه کې چندان نه ځلېږي.
نوموړی اوس په توپ اچونه کې خورا ښه ځلېږي، د سکاټلېنډ خلاف لوبه کې یې هم درې وېکټې واخېستې او د ایرلېنډ خلاف دوهمه لوبه کې یې هم بیسټ بالېنګ وکړ او په ۴۳ منډو ورکولو یې ۶ وېکټې ترلاسه کړې.
ګلبدین نایب د نړۍ په کچه په سلو (۱۰۰) بالرانوکې دوه ایایم ځای ونیو، چې یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۶ وېکټې اخلي، راشدخان ارمان بیا په دغو توپ اچوونکو کې څلورم ځای نیولی دی.
راشدخان له ویسټ انډیز څخه ۷ وېکټې اخېستې وې.
په یوه لوبه کې د زیاتو وېکټو اخېستلو ریکارډ د سریلانکایي چمېنده واس دی، چمېنده واس کیڼ لاسی مېډیم فسټ بالر و.
هغه په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۹ منډې ورکړې وې ۸ اورونه یې کړي وو او د زِمبابوې ۸ لوبغاړي یې سوځولي وو.
دوهم مقام د پښتون الراونډر شاهد خان افریدي دی، هغه په یوه لوبه کې په ۹ اورونوکې د ویسټ انډیز خلاف ۱۲ منډې ورکړې وې او ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو.
دریم مقام بیا د اسټرالیایي مېک ګرات دی، هغه د نمېبیا خلاف یوه لوبه کې ۱۵ منډې ورکړې وې او ۷ وېکټې یې اخېستې وې.
او راشدخان ارمان بیا ۱۸ منډې ورکړې وې او د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو؛ دا لوبه په ۲۰۱۷ م کال کې د جون په ۹ مه نېټه د ویسټ انډیز ګروس اېزلېټ لوبغالي ترسره شوې وه.
ګلبدین نایب په بالرانو کې بیا دوه اویایم شو، ده بیا ۲۸ نور بالران تر شا پرېښودل او دا مقام یې ترلاسه کړ.
ګلبدین نایب او د وېکټو پنځوسیزه پوره کول
مخکې مو یادونه وکړه، چې ګلبدین نایب اوس ښه توپ اچونه کوي او د افغانستان لپاره د وېکټو په اخېستلو کې ښه شوی دی.
د سکاټلېنډ او ایرلېنډ خلاف یې لومړیو لوبو کې هم توپ اچونه ښه وه او وېکټې یې وغورځولې.
د می په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ یې هم د ایرلېنډ مخکښ توپ وهونکي وسوځول.
ګلبدین نایب په تېرکې په ۵۴ یو ورځنیو لوبوکې ۴۴ وېکټې اخېستې وې او د پرونیو شپږو وېکټو په اخېستلو سره یې د وېکټو پنځوسیزه ووهله او د وېکټو اخېستلو نیمه سلیزه یې پوره شوه.
ګلبدین په ۳۸ شل اوریزو لوبو کې بیا ۹ وېکټې اخېستي دي.
د پرونۍ لوبې لېنک :
https://www.youtube.com/watch?v=-5V-ujt3CjU