راپور: بشر درویش
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې زما هغه اټکل تائید کړ چې د غزني پر ښار د القاعده پر مشري به ستر برید کیږي.
نبیل دا خبرې وروسته له هغه کړي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې د القاعده مشر اسامه بن لادین شهید بللی دی.
هغه ویلي ښکاره ثبوتونه شته چې عمران د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ له خوا واک ته ورسید.
هغه پر ټویټر لیکلي:
«هغه څه چې عمران خان د اسامه بن لادین په اړه ویلي نوي نه دي. هغه یوازې د پاکستان د پوځ عام نظر څرګند کړی دی.»
نبیل ویلي د عمران خان څرګندونو یو ځل بیا له تروریستانو سره د پاکستان د پوځ تړون ښکاره کړ او نړۍ ته یې ددې پیغام ورکړ چې پاکستان د تروریستانو جنت و او پاتې به وي.
sent a message to the US and the world that the main party is not the Taliban nor al-Qaeda, it is Pakistan Army.
What I said about a possible attack on the city of Ghazni led by al-Qaeda yesterday was indirectly confirmed by Imran Khan. 3/3— Rahmatullah Nabil (@RahmatullahN) June 26, 2020
نبیل وایي، عمران خان د افغان سولې مهمو خبرو کې د پاکستان د پوځ ترجمان دی.
هغه وړاندې لیکلي:
«امریکا او نړۍ ته پیغام ورکړل شو چې اصلي ډله طالبان او القاعده نه دي، بلکې د پاکستان پوځ دی، او هغه څه چې ما تیره ورځ پر غزني د القاعده په رهبرۍ د حملې په اړه وویل، په غیر مستقیم ډول د عمران خان له خوا تائید شول.»
رحمت الله نبیل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د امریکا حکومت په یوه تازه راپور کې پاکستان د طالبانو په شمول تروریستانو ته خوندي ځای ګڼلی.
امریکا له طالبانو سره تر تړون وروسته له دې ډلې سره اوربند اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې طالبانو ورسره منلې چې د القاعده پر ضد به جګړه کوي او ملاتړ به یې نه کوي.
ښایي د عمران خان وروستۍ څرګندونې د امریکا د وروستي راپور غبرګون وي، خو معلومه به شي چې امریکا به یادو خبرو او د اسامه شهید بللو ته څه غبرګون لري.
بلخوا پرون د کوزې پښتونخوا مشهور سیاستوال چې د پاکستان د حکومت لوړپوړی وزیر پاتې شوی، هم تازه څرګندونو کې ویلي چې قسم خوړلي دښمنان د امارت په نوم د افغانستان نظام چپه کول او هر ډول سیاست په خپل لاس کې نیول غواړي.
https://yaraan.com/old/arasiab-khatak-afghan/