د نبي یو بل ویاړ؛ تر ویراټ‌کوهلي، مکسویل او شعیب‌ملک مخکې دی!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د کرکټ په یوې برخه کې د نړۍ تر مخکښو لوبغاړو اسټرالوي مکسویل، هندي ویراټ کوهلي او پاکستاني شعیب ملک څخه مخکې دی.

د «Cric Tracker» د راپور له مخي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې تر بل هر لوبغاړي په غوره سټرایک رېټ سره توپوهنه کړې.

 

۱ـ محمدنبي

 

د یاد لیست په سر کې محمدنبي شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته ترټولو په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د محمدنبي سټرایک ریټ ۲۲۶،۴۰ دی.

 

۲ـ کلین مکسویل

 

تر افغان لوبغاړي راوروسته د لیست په دویم ځای کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړی کلین مکسویل شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته  په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د مکسویل سټرایک ریټ ۲۲۵ دی.

 

۳ـ ویراټ کوهلي

 

تر اسټرالوي لوبغاړي راوروسته د لیست په درېیم ځای کې د هند کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبډلمشر ویراټ کوهلي شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د ویراټ کوهلي سټرایک ریټ ۱۹۷،۴۴ دی.

 

۴ـ شعیب ملک

 

تر هندي لوبغاړي راوروسته د لیست په څلورم ځای کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی شعیب ملک شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د شعیب ملک سټرایک ریټ ۱۹۶،۱۵ دی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.