محمدنبي د زیاتو یو ورځنیو لوبو کولو ریکارډ خپل کړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د نړۍ په کچه ډېری داسې با ارزښته لوبغاړي شته، چې لوبډله یې نه لوبول ستر زیان بولي.
دا با ارزښته لوبغاړي د لوبډلې د ملا تیر جوړوي او لوبډلې یې لوبولو ته پوره اړتیا لري.
محمدنبي عیسی خېل هم په افغان لوبډله کې یو له با ارزښته لوبغاړو دی، نوموړی مېډل یا منځنۍ برخه کې د توپ وهنې او توپ اچونې پوره باتجربه لوبغاړی دی.
m nabi محمدنبي د زیاتو یو ورځنیو لوبو کولو ریکارډ خپل کړ
نبي د نړۍ په کچه په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې د لوبېدو ریکارډ خپل کړی دی، هغه په نړۍ کې دوهم لوبغاړی شو، چې ډېرې یو ورځنۍ لوبې په پرله پسې ډول لوبوي.
افغان ستوري عیسی خېل له ۲۰۰۹ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې د افغانستان لپاره په ۱۱۱ یو ورځنیو لوبو کې برخه اخېستې ده، په دې لوبو کې نوموړی بیخي نه دی ډراپ شوی او په هره لوبه کې په پرله پسې ډول لوبیدلی دی.
عیسی خېل د زِمبابویي انډي فلاور څخه وروسته دوهم لوبغاړی دی، چې دومره لوبې لوبوي.
انډي فلاور د زِمبابوې لپاره له ۱۹۹۲ م کال څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې په ۱۷۲ یو ورځنیو لوبو کې په پرله پسې ډول لوبېدلی دی او هیڅ لوبه کې نه دی ډراپ شوی.
m nabi 2nd محمدنبي د زیاتو یو ورځنیو لوبو کولو ریکارډ خپل کړ
دریم لوبغاړی بیا انګلستانی ټرېس کوتېکس دی، هغه له ۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۰۴ م کال پورې د انګلستان لپاره په ۹۲ یو ورځنیو لوبوکې لوبیدلی دی او هیڅ لوبه کې نه دی کېنول شوی.
اسټرالیایي ایس واف بیا په دې لوبغاړو کې څلورم ځای نیولی دی، نوموړی له ۱۹۸۶ کال څخه تر ۱۹۹۰ م کال پورې په ۸۷ لوبوکې د اسټرالیا لپاره په پرله پسې ډول راڅرګند شوی دی.
او پنځم بیا بنګله دېشی تمیم اقبال دی، دا کیڼ لاسی لوبغاړی بیا له ۲۰۰۷ م کال څخه تر ۲۰۱۰ م کال پورې په ۸۵ لوبوکې په پرله پسې ډول لوبول شوی دی.
دوهمه درجه هېوادونوکې محمدنبي لومړی دی
په دوهمه درجه هېوادونوکې محمدنبي عیسی خېل بیا لومړی مقام لري، چې یو ورځنیو لوبو کې ډېر لوبېدلی دی، دوهم بیا د کینیا سټیف ټيکولو دی، هغه په ۴۹ لوبو کې برخه اخېستې.
دریم ډېوېډ هافټن دی، دا لوبغاړی د زِمبابوې لپاره په ۴۲ لوبو کې برخوال و.
کېپلر ویسلز د افریقا لپاره د ایمرجېنګ لوبغاړي په توګه په ۳۹ لوبو کې ګډونوال دی او ایروېنګ رومېن بیا د برموډا لپاره په ۳۵ لوبو کې په پرله پسې ډول څرګند شوی دی.