لیکنه: محمدصابر حمیدي
د پاکستان د کرکټ شپږم پړاو سوپرلیګ پرون شنبه د کراچي کینګز او کویټه ګلډیټرز لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شو.
ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې کراچې کینګز لوبډلې په اوو ویکټو کویټه ګلډيټرز لوبډلې ته ماته ورکړه، چې په دواړو ټیمونو کې یو ـ یو افغان ولوبېد.
د پرونۍ لوبې حال
لومړی توپوهنه کویټې لوبډلې وکړه، چې د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې وکړې او کراچي کینګز لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکی.
کله چې کراچي کینګز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۳،۵ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په اوو ویکټو یې بریا خپله کړه.
په پرونۍ لوبه کې د افغان لوبغاړو کارګردګي
په پرونۍ لوبه کې د کراچي کینګز لپاره محمدنبي او د کویټه ګلډیټرز لپاره بیا قیس احمد ولوبېد.
محمدنبي توپ اچونه ونه کړه، خو په توپوهنه کې خورا ښه وځلېد او په ۱۴ توپونو یې تیزې ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نبي درې شپږیزې او دوې بیا څلوریزې ووهلې.
قیس احمد بیا هم توپوهنه او هم توپ اچونه وکړه، چې په توپوهنه کې یې په ۱۳ توپونو ۱۶ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې بیا په دریو اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې، خو ویکټ یې وانخیستله.
د نن لوبې او پکې افغان لوبغاړي
نن دوې لوبې ترسره کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې ماپښین ۱:۳۰ بجه لاهور قلندرز د پېښور زلمي پر وړاندې او په دویمه لوبه کې بیا ۶:۳۰ بجې اسلام اباد یونایټیډ د ملتان سلتانز پر وړاندې لوبیږي.
په لاهور قلندرز لوبډله کې راشدخان، خو په پېښور زلمي لوبډله کې بیا مجیب او وقار شتون لري.